برسلز۔ 9 ستمبر (اے پي پي) د اروبائي اتئلاف وياند انور العنوني وئېلې دي د امرېكې د اړخه د فلسطين په غېر سركاري تنظيمونو لګولې شوي بندېزونه خفګاني او غېر منصفانه دي۔ هغه د العربيه سره خبرو كښې ووئېل داسې بندېزونه د بشري حقونو د كاركنانو د كار په ضد دي ځكه چې دا كسان د ټولنې په جوړولو او د جمهوري اقدارو په وده كښې بنيادي كردار ادا كوي۔ …
په فلسطيني تنظيمونو د امرېكې بندېزونه خفګاني او غېر منصفانه دي ٬ اروپائي ائتلاف
برسلز۔ 9 ستمبر (اے پي پي) د اروبائي اتئلاف وياند انور العنوني وئېلې دي د امرېكې د اړخه د فلسطين په غېر سركاري تنظيمونو لګولې شوي بندېزونه خفګاني او غېر منصفانه دي۔ هغه د العربيه سره خبرو كښې ووئېل داسې بندېزونه د بشري حقونو د كاركنانو د كار په ضد دي ځكه چې دا كسان د ټولنې په جوړولو او د جمهوري اقدارو په وده كښې بنيادي كردار ادا كوي۔ العنوني زياته كړه دې خلقو له تحفظ وركول او د دوي د حقونو احترام كول غواړي۔ په ججانو بريد يا په دوي بندېز لګول لكه څنګه په دې معامله كښې د نړيوال فوجدارۍ عدالت په ججانو يا ټاكلے استازو لګولې شي ٬ د قبلولو وړ نه دي۔ وياند زور راوړو چې د اروپائي ائتلاف ټول 27 غړي هېوادونه په دوه رياستي حل صلاح دي او دغه د امن يوازينۍ لاره ګڼي۔ هغه ووئېل اروپائي ائتلاف په غزه كښې د سمدستني ډز بندۍ او د ټولو نيولے شوو د خوشي كولو غوښتنه كوي ۔ العنوني ورسره په اسرائيل زور راوړو چې هغوي د مرستې سامان په ترسيل كښې ټول خنډان لرې كړي۔ وياند واضحه كړه چې اروپائي ائتلاف به انساني بحران كښې كمے راوستو له به د ڼريوالو هلو ځلو مرسته روانه ساتي۔











