په نیپال كښې احتجاج روان دے ٬ 3 وزيرانو څخه وروستو وزيراعظم هم استعفې وړاندې كړه

کھټمنډو۔9 ستمبر(اے پی پی) په نیپال كښې د حكومت لخوا په سوشل ميډيا پلېټ فارمز د لګولې شوي بندېز پورته كېدو باوجود د پلازمينې کھټمنډو په شمول په بېلو ښارونو كښې دلاريونونو لړۍ روانه ده او د كابينې درېو غړو څخه وروستو وزيراعظم هم استعفې وړاندې كړې ده ۔ د بي بي سي اردو له مخې په نيپال كښې په سوشل ميډيا د بندېز او سياسي بدعنوانۍ په ضد په …

کھټمنډو۔9 ستمبر(اے پی پی) په نیپال كښې د حكومت لخوا په سوشل ميډيا پلېټ فارمز د لګولې شوي بندېز پورته كېدو باوجود د پلازمينې کھټمنډو په شمول په بېلو ښارونو كښې دلاريونونو لړۍ روانه ده او د كابينې درېو غړو څخه وروستو وزيراعظم هم استعفې وړاندې كړې ده ۔ د بي بي سي اردو له مخې په نيپال كښې په سوشل ميډيا د بندېز او سياسي بدعنوانۍ په ضد په پلازمينه كھټمنډو كښې د احتجاج په مهال د يو شمېر كسانو په وژلے كېدو وزيراعظم كے پي شرما اولي سختو ټكونو سره مخ دے۔ په هېواد كښې د روان احتجاج په مهال تر دې دمه 21 كسان مړه شوي دي۔ په دې صورتحال كښې دنيپال د داخله وزير او د روغتيا وزير په شمول درېو وزيرانو خپلو منصبونو څخه د استعفې اعلان وكړو۔ مظاهرچيانو وزيراعظم څخه د استعفې غوښتنه وكړه چا چې د نهې په ورځ استعفی وركړه۔ وزیراعظم په خپل بيان كښې ووئيل ما د روان بحران آئيني حل لاره هوارولو له استعفی وركړې ده۔ دا خبره دې ياده وي چې د ګل په ورځ ځوانانو په پلازمينه كھټمنډو كښې پارليمنټ هاؤس ته د ننوتلو هڅه كړې وه او حكومت څخه يۍ د فېس بک، اېکس او یوټیوب په شمول په 26 میډیا پلېټ فارمز د بندېز ختمولو او په هېواد كښې د روان كرپشن ختمولو غوښتنه كړې وه۔ بلخوا د بشري حقونو تنظيم اېمنسټی انټرنېشنل د مرګ ژوبلې پېښو د آزادو او بې پرې پلټنيو غوښتنه كړې ده۔

مزید خبریں