په افغانستان كښې د اوسنۍ زلزلې د لاسه 5,230 كورونه ويجاړ ٬ 672 ته زيان رسيدلے٬ 5 لکه كسان ځپلې شوي دي: ملګري ملتونه

نیویارک ۔9 ستمبر(اے پی پی) ملګرو ملتونو وئيلي دي په افغانستان كښې د تباهي كونكې زلزلې په نتيجه كښې 5,230 كورونه ويجاړ شوي او 672 زيانمن شوي دي۔ د امارات نيوز ايجنسۍ وام له مخې په افغانستان كښې د اوسنۍ زلزلې په اړه د ملګرو ملتونو د ابتدائي جائزې له مخې په 49 كليو كښې 5,230 كورونه ويجاړ شوي او 672 ته زيان رسېدلے دے۔ په افغانستان كښې د بشري …

نیویارک ۔9 ستمبر(اے پی پی) ملګرو ملتونو وئيلي دي په افغانستان كښې د تباهي كونكې زلزلې په نتيجه كښې 5,230 كورونه ويجاړ شوي او 672 زيانمن شوي دي۔ د امارات نيوز ايجنسۍ وام له مخې په افغانستان كښې د اوسنۍ زلزلې په اړه د ملګرو ملتونو د ابتدائي جائزې له مخې په 49 كليو كښې 5,230 كورونه ويجاړ شوي او 672 ته زيان رسېدلے دے۔ په افغانستان كښې د بشري چارو لپاره د ملګرو ملتونو استازي شینن اوهارا ووئيل په افغانستان كښې د 6.0 شدت زلزلې د لاسه د تباه شوو سړكونو په سبب تر كليو رسنه او د زيان اندازه لګول ګرانه شوې ده۔ ده ووئيل 5.2 څخه د 5.6 شدت آفټر شاکس ستونزې لا زياتې كړي دي۔ په 31 اګست راغلې زلزله كښې لږ تر لږ 2200 وګړي مړه شوي وو او د نورو مړو راويستلو سره دا شمېره لا زياتېدې شي۔ د ملګرو ملتونو اندازه ده چې د زلزلې د لاسه 500,000 كسان ځپلې شوي دي په كومو كښې چې د نيمې نه زيات كوچنيان شامل دي

مزید خبریں