فرانسوي وزیرِاعظم پارلیمان څخه د اعتماد ووټ اغستلو كښې ناکام شو

پیرس ۔9ستمبر (اے پي پي) د فرانس پارلیمان د وزیراعظم فرانسوا بائرو حکومت يوازې 9 مياشتې پس اخوا كړے دے ، د كوم په نتيجه كښې چې صدر ایمانوئل میکخواں ته نیوې وزیرِاعظم لټول ورپغاړه شوے او هېواد د يو نوي سیاسي بحران ښکار شوے دے ۔ د خبر رسنې ادارې اے ایف پي تر مخه فرانسوا بائرو، كوم چې 9 مياشتې وړاندې ټاكلے شوے ؤ ٬ هغه خپل اتحادیان …

پیرس ۔9ستمبر (اے پي پي) د فرانس پارلیمان د وزیراعظم فرانسوا بائرو حکومت يوازې 9 مياشتې پس اخوا كړے دے ، د كوم په نتيجه كښې چې صدر ایمانوئل میکخواں ته نیوې وزیرِاعظم لټول ورپغاړه شوے او هېواد د يو نوي سیاسي بحران ښکار شوے دے ۔ د خبر رسنې ادارې اے ایف پي تر مخه فرانسوا بائرو، كوم چې 9 مياشتې وړاندې ټاكلے شوے ؤ ٬ هغه خپل اتحادیان هم حیران کړل كله چې هغه د يو سخت بجټ باندې روان تعطل ختمولو لپاره د اعتماد ووټ اغستلو پرېكړه وكړه ۔ دا بجټ د فرانس پور کمولو لپاره نزدې 44 ارب یورو (52 ارب ډالر) په بچت مشتمل دے۔ بائرو د جدید فرانسوي تاریخ وړورمبے وزیرِاعظم دے كوم چې د بې باورۍ ووټ د لارې اخوا کړے شو ۔ د يو نزدې ذریعې تر مخه بائرو د نهې په ورځ سهار استعفیٰ وړاندې كړه ۔ قامي اسمبلۍ كښې شوو ووټونو كښې 364 غړو په حکومت عدم اعتماد وكړو او دغسې 194 غړو په حکومت باور ظاهر كړو ۔د اسمبلی سپیکر یائل براؤن پیویټ ووئېل د آئین آرټیکل 50 تر مخه وزیرِاعظم له استعفیٰ وركول وي ۔د بائرو صدر میکخواں په 2017 كښې د ټاكلے كېدو نه پس شپږم وزیرِاعظم ؤ ۔

مزید خبریں