ریاض/ ماسکو 09 ستمبر(اے پي پي) د سعودي خارجه وزير شهزادہ فیصل بن فرحان سره د روسيه خپل هم منصب سرګئئ لاوروف په ټیلې فون تماس نيولے دے۔ د ایس پي اے تر مخه د رابطې په مهال د دواړو هېوادونو د اړيكو جاج واغستلے شو او په سيمه ايزو نړيوال صورتحال او د شرېكې خوښې په چارو خبرې وشوې۔دغسې د سعودي خارجه وزير شهزادہ فیصل بن فرحان سره د …
د سعودي خارجه وزیر سره د روسيه خپل هم منصب په ټیلې فون خبرې ، د شرېكې خوښې په چارو د خیالاتو څرګندونه
ریاض/ ماسکو 09 ستمبر(اے پي پي) د سعودي خارجه وزير شهزادہ فیصل بن فرحان سره د روسيه خپل هم منصب سرګئئ لاوروف په ټیلې فون تماس نيولے دے۔ د ایس پي اے تر مخه د رابطې په مهال د دواړو هېوادونو د اړيكو جاج واغستلے شو او په سيمه ايزو نړيوال صورتحال او د شرېكې خوښې په چارو خبرې وشوې۔دغسې د سعودي خارجه وزير شهزادہ فیصل بن فرحان سره د مصر خارجه وزير بدر عبد العاطي د غزہ پټۍ د صورتحال جاج اغستے دے ۔ د مصري خارجه وزارت بیان كښې وئېلې شوي دي دواړو خارجه وزيرانو په ټیلې فون د غزہ به وضعه خبرې كړې دي ۔ د اسرائیلي جارحیت، د تش لاسي وګړو خلاف جرائم او لوږه د وسلې په توګه كارل مسترد کړے شول ۔









