تهران ۔ 8 ستمبر (اے پي پي) ايران وئېلې دي د يوې حقيقي او د عمل وړ لوظنامې لپاره چمتو يوو چې پكښې د يورينيم د افزودګي نګراني او سخت بندېزونه شامل وي٬ په دې شرط چې د هېواد بندېزونه لرې كړې شي۔ د برطانيې ورځپاڼې ګارډين تر مخه د ايران خارجه وزير عباس عراقچي ووئېل ايران د سفارتكارۍ دروازې پرانستې ساتل غواړي ۔ هغه ووئېل مونږ يوې داسې لوظنامې …
د بندېزونو پورته كولو په بدل يوې حقيقي لوظنامې كولو ته چمتو يوو٬ ايران
تهران ۔ 8 ستمبر (اے پي پي) ايران وئېلې دي د يوې حقيقي او د عمل وړ لوظنامې لپاره چمتو يوو چې پكښې د يورينيم د افزودګي نګراني او سخت بندېزونه شامل وي٬ په دې شرط چې د هېواد بندېزونه لرې كړې شي۔ د برطانيې ورځپاڼې ګارډين تر مخه د ايران خارجه وزير عباس عراقچي ووئېل ايران د سفارتكارۍ دروازې پرانستې ساتل غواړي ۔ هغه ووئېل مونږ يوې داسې لوظنامې كولو ته چمتو يوو كومه چې په سخته نګرانۍ او د افزودګي په بندېزونو مشتمل وي٬ خو د دغې په بدل بندېزونه پورته كول پكار دي۔ كه دې موقع نه ګټه پورته نه كړې شوه نو د دې د تباهۍ وړ نتيجې په منطقه او دې نه بهر بيخي په يوه نوې درجه رامخې ته كېدې شي۔ عباس عراقچي ووئېل كه اروپا واقعي سفارتي حل غواړي او كه صدر ټرمپ رښتينې مسائلو ته پام لرنه كول غواړي ٬ نو دواړو له به د سفارتكارۍ كاميابۍ لپاره پكار وخت او ګنجائش وركول وي۔ د دې متبادل به د چا لپاره ښه نه وي۔









