امریكا به راروان كال د جی 20 مشرانو غونډي كوربتوب كوي

واشنګټن 06 ستمبر (اے پي پي)د امریكې صدر ډونلډ ټرمپ اعلان كړې چې د جی 20 راروان كال مشرانو غونډه به د امریكې په میامی ښار كښې كيږي۔تاس له مخې صدر ټرمپ وائټ هاؤس كښې ميډيا سره خبرو كښې ووئيل راروان كال امریكا ته د دې غوندې د كوربتوب اعزاز ترلاسه شوې۔دا پريكړه امریكا لپاره په نړيواله كچه سفارتی او اقتصادی اثر و رسوخ زياتولو يوه ښه موقع ګڼلے كيږي۔دا …

واشنګټن 06 ستمبر (اے پي پي)د امریكې صدر ډونلډ ټرمپ اعلان كړې چې د جی 20 راروان كال مشرانو غونډه به د امریكې په میامی ښار كښې كيږي۔تاس له مخې صدر ټرمپ وائټ هاؤس كښې ميډيا سره خبرو كښې ووئيل راروان كال امریكا ته د دې غوندې د كوربتوب اعزاز ترلاسه شوې۔دا پريكړه امریكا لپاره په نړيواله كچه سفارتی او اقتصادی اثر و رسوخ زياتولو يوه ښه موقع ګڼلے كيږي۔دا خبره دې ياده وي چې جی 20 یا ګروپ آف ټوئنټی بنیاد 15-16 دسمبر 1999 برلن كښې اوېښودلې شوي ؤ۔د دې مقصد د نړۍ پرمختګ كونكي معیشتونه د نړيوالو چیلنجونو لپاره شريكي تګلاري جوړولو كښې شاملول وو۔دا ګروپ په 19 هېوادونو مشتمل دے،چې پكښې امریكا، برتانیه، جرمنی، فرانس، اټلی، جاپان، كینیډا، روس، چین، هند، برازیل، میكسیكو، انډونیزیا، آسټریلیا، سعودی عرب، تركیه، جنوبی افریقه، جنوبی كوریا او ارجنټینا دې نه علاوه اروپائي ائتلاف او اوسنو كښې شامليدونكې افریقی یونین هم د دې برخه ده۔