بونير 05 ستمبر(اے پی پی)د كشمير٬ګلګت بلتستان او سيفران چارو وفاقي وزير او د پاكستان مسلم ليګ(ن)خېبرپښتونخوا صدر امير مقام وئېلي دي پاكستانے قام په سخت وخت كښې متحد كيږي٬مونږ ډېر لويې قدرتي آفت سره مخ شوي وو او په عزم او جذبه د ټولو بحرانونو څخه وتلو كښې كامياب شوو ٬د ځپليو تر آباد كارۍ به هر ممكن مرسته كوو۔د جمعې په ورځ بونير كښې سېلاب ځپليو له د …
قام په مشكل كښې متحد كېږي٬ د قدرتي آفت په مهال په عزم او جذبه د سخت وخت نه په را تېرېدو كښې كامياب شو ۔انجينئر امير مقام
بونير 05 ستمبر(اے پی پی)د كشمير٬ګلګت بلتستان او سيفران چارو وفاقي وزير او د پاكستان مسلم ليګ(ن)خېبرپښتونخوا صدر امير مقام وئېلي دي پاكستانے قام په سخت وخت كښې متحد كيږي٬مونږ ډېر لويې قدرتي آفت سره مخ شوي وو او په عزم او جذبه د ټولو بحرانونو څخه وتلو كښې كامياب شوو ٬د ځپليو تر آباد كارۍ به هر ممكن مرسته كوو۔د جمعې په ورځ بونير كښې سېلاب ځپليو له د مرستې چيكونه وركولو دستورې ته خطاب كولو په مهال وفاقي وزير انجينئر امير مقام ووئيل په كال 2005 كښې سخته زلزله راغلې وه چې پكښې په لويه پېمانه تباهي شوې وه خو قام د يوې جذبې له مخې د سختيو مقابله وكړه ۔دغسې په كال 2010 كې سېلاب راغلے ؤ كوم چې تر سندھ تباهي كړې وه خو قام په عزم او جذبه د دې هم مقابله وكړه ۔ ده ووئېل په كال 2022 كښې سېلاب راغلے ؤ چې پكښې ټول هېواد كښې تباهي شوې وه ٬بلوچستان٬سندھ٬خېبرپښتونخوا٬پنجاب٬كشمير٬ګلګت بلتستان ټولو سيمو كښې زيانونه شوي وو ٬قام په هغې هم قابو وموندلے ۔ ده ووئېل ما د هغه وخت وزيراعظم سره كار كړے ٬په هغه كښې ما د قام غم دړد ليدلے ٬هغه ټولو سيمو ته رسېدلے ؤ ۔وفاقي وزير امير مقام ووئيل د اوسني سېلاب په مهال هم وزيراعظم په چين كښې پاتې كېدو سره هم هره ورځ په صورتحال بريفنګ اخستلو٬غونډې يې كولې او خلقو ته يې رېليف لپاره هدايات وركول۔پرون په غونډه كښې ماته ووئيل شول چې په افغانستان كښې چې د زلزلې له امله كوم ځاني او مالي زيان شوے هغه هم زمونږ ګاونډيان او وروڼه خوئېندې دي٬هغوي ته دې هم د مرستې سامان ورسولې شي٬مونږ دلته د سېلاب زيان باوجود افغان ځپليو لپاره د مرستې سامان ولېږلو ۔وفاقي وزير انجينئر امير مقام ووئيل چې كله په خېبرپښتونخوا كښې سېلاب راغلو نو ما ستاسو د ورور٬ د وفاقي حكومت او د وزيراعظم نمائنده په حېث خپله وظيفه ترسره كړه او ستاسو سره ولاړ ووم۔وفاقي وزير انجينئر امير مقام ځپليو ته ووئيل تر آخر به مرسته روانه ساتلې شي٬بيا رغونې او آباد كارۍ كښې به مرسته كوو۔وفاقي وزير ووئيل مونږ به د دې ستونزو څخه په ګډه ټول خلق خلاصوو










