كه ډيم جوړ نه كړے شو نو راتلونكې كښې هم د هند د اوبو جارحيت سره مخ كېدے شوو ٬په هېواد كښې د بندونو په جوړولو سياست نه دے كول پكار۔دانيال چوهدري

اسلام آباد 05 ستمبر(اے پی پی)د اطلاعات او خپرونو پارليماني سېكرټري او د قامي اسمبلۍ غړي دانيال چوهدري وئېلي دي كه ډيم جوړ نه كړے شو نو راتلونكې كښې هم د هند اوبو جارحيت سره مخ كېدے شو و ٬په هېواد كښې د بندونو په جوړولو سياست نه دے كول پكار٬د هېواد ګټې له ټولو له په ګډه پريكړه كول پكار دي۔د جمعې په ورځ د پارليمنټ هاؤس په خوا …

اسلام آباد 05 ستمبر(اے پی پی)د اطلاعات او خپرونو پارليماني سېكرټري او د قامي اسمبلۍ غړي دانيال چوهدري وئېلي دي كه ډيم جوړ نه كړے شو نو راتلونكې كښې هم د هند اوبو جارحيت سره مخ كېدے شو و ٬په هېواد كښې د بندونو په جوړولو سياست نه دے كول پكار٬د هېواد ګټې له ټولو له په ګډه پريكړه كول پكار دي۔د جمعې په ورځ د پارليمنټ هاؤس په خوا كښې خبريالانو سره په خبرو كښې ده ووئيل د كالا باغ بند په جوړېدو د څو كلونو څخه سياست كيږي٬د اعتراض كوونكو څخه چې پوښتنه اوشې چې د دې ژورتيا او اوږد والے څومره دے يا د دې نه څه زيان كېدے شي هغوي سره د دې كوم خاطر خوا ځواب نه وي٬ د اوبو وسائل محفوظ كولو په معاملات سياست افسوس ناك دے۔ده ووئيل د سياست نه پرته د هېواد ګټې لپاره پريكړې كول پكار دي٬د نهرونو نظام هم د اوبو مخ نيوي لپاره نه و او د بند جوړولو مقصد هم د چا اوبو مخ نيوي نه دے٬د دې مقصد دا دے چې كومې اوبه ضائع كيږي هغه په مناسب طريقه وكارولې شي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل اوبه تر ټولو خطرناكه وسله ده٬ د كوم هم هېواد د چاؤدنو څخه دومره زيان نه كيږي څومره چې د بې وخته اوبو پرېښودلو څخه كيږي٬هند په دې سياست كوي٬د يو رپورټ له مخې هند 300 څخه زيات واړه بندونه جوړ كړي خو د هغې باوجود هغوي پاكستان ته د سېلاب اوبه راپرېښودلې دي۔

مزید خبریں