اسلام آباد۔5ستمبر(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق سره د فلسطين صدر د مذهبي چارو سلاحكار ډاكټر محمود صديقي الهباش په مشرۍ كښې پلاوي په پارليمنټ هاؤس كښې ملاقات وكړو په كوم كښې چې د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار يوسف هم موجو وو۔ د قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ لخوا د جاري شوي بيان له مخې سردار اياز صادق د فلسطين پلاوي تود هركلي كولو سره ووئيل د …
د فلسطیني پلاوي د قامي اسمبلۍ سپيكر سره ملاقات ٬ په غزه كښې د روان اسرائيلي بربريت غندنه ٬ د مسلمانانو ورونړو به په هر ډګر مرسته كوو: سردار اياز صادق
اسلام آباد۔5ستمبر(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق سره د فلسطين صدر د مذهبي چارو سلاحكار ډاكټر محمود صديقي الهباش په مشرۍ كښې پلاوي په پارليمنټ هاؤس كښې ملاقات وكړو په كوم كښې چې د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار يوسف هم موجو وو۔ د قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ لخوا د جاري شوي بيان له مخې سردار اياز صادق د فلسطين پلاوي تود هركلي كولو سره ووئيل د مسجد اقصی د امام دلته په ليدو زيات خوشحاله شوم۔ سپیکر په غزه كښې د بشري حقونو روانو سنګينو خلاف ورزو سخته غندنې كولو سره ووئيل په تشه لاسي مظلوم فلسطيني اولس اسرائيلي جارحيت يوه بشري الميه ده۔ ده ووئيل هيله لرم چې يوه ورځ به مونږ ټول په مسجد اقصی كښې د جمعې لمونځ ادا كړؤ۔ ده ووئيل پاكستان د فلسطين په مسئله ښكاره دريځ لري٬ د پاكستان قامي اسمبلۍ د كشمير په مسئله يو شمېر قراردادونه منظور كړي دي٬ هره ورځ په قامي اسمبلۍ كښې په اسرائيلي جارحيت بحث كيږي۔ ده ووئيل په اروپائي هېوادونو كښې د اسرائيلي جارحيت په ضد د ګن شمېر وګړو احتجاج خوشبينه دے۔ سپیکر ووئيل ما د فلسطين په مسئله د سعودي شوری كونسل چيئرمېن او يو شمېر سفارتكارو سره خبره كړې ده۔ ده ووئيل پاكستان به په هره كچه د فلسطينيانو ورونړو سره په اخلاقي ٬ سياسي او سفاراتي محاذ ولاړ وي۔ د اوسني سېلابي صورتحال په مهال د يووالي په څرګندولو اياز صادق د فلسطين مننه وكړه۔ د فلسطيني پلاوي مشر ډاکټر محمود صدیقی الهباش فلسطين لپاره په مستقل او اصولي دريځ د پاكستان مننه وكړه او د روان سېلابي صورتحال له امله په رامخې ته شوي ځاني او مالي زيان يۍ د افسوس څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل د غزه اولس د پاكستان اولس يووالي او خواخوږۍ ته د قدر په سترګه ګوري۔ ده ووئيل ضرورت د دے خبرې دے چې د بشري مرستې فوري رسنې ٬ سفارتي ملاتړ او د اسرائيلي ظلمونو مخه نيوي له نړيواله ورورولي خپل كردار ترسره كړي۔ ده ووئيل پاكستان د فلسطين وګړو دويم كور دے كوم چې په اسلامي نړۍ كښې يو ځانګړے مقام لري۔ فلسطيني ډاكټر محمود صديقي الهباش ووئيل د ټولو ستونزو باوجود مونږ هيله لرؤ چې د اسلامي نړۍ په مرسته به فلسطين آزاد شي۔ ده ووئيل د پاكستان حكومت او عسكري مشرتابه او علماﺀ كرامو تل د فلسطين مسئله په بشپړ ډول په ډاګه كړې۔ ده ووئيل روانه مياشت په ملګرو ملتونو كښې د فلسطين دوه رياستي حل لپاره كنفرنس كيږي او هيله ده چې پاكستان په په دې كنفرنس كښې د فلسطين بشپړ ملاتړ وكړي۔ ده ووئيل اسلامي هېوادونو سره سره يو شمېر نور هېوادونه به هم د فلسطيني ملاتړ كوي۔ وروستو د قامي اسمبلۍ سپيكر په بلنه د فلسطين د صدر سلاحكار د پارلیمنټ هاؤس په جامع مسجد كښې د جمعې د مونځ خطبه وركړه او امامت يۍ وكړو۔ سپیکر ، وفاقی وزيرانو ٬ پارليماني غړو او د سېنېټ ٬ قامي اسمبلۍ او د سېنېټ سېكرټرېټ عملې د مسجد اقصی د امام په امامت كښې د جمعې مونځ ادا كړو۔










