د پاك پوځ تر اهتمام لاندې د دفاع او شهيدانو ورځې په مناسبت سره د پيښور په بيلو سكولونو او مدرسو كښې دستورې

اسلام آباد۔5 ستمبر(اے پی پی) د پاك پوځ تر اهتمام لاندې د دفاع او شهيدانو ورځې په مناسبت سره د پېښور په بېلا بېلو سكولونو او مدرسو كښې دستورې وكړې شوې۔ زده كوؤنكو ملي نغمې او په زړه پورې ټېبلوز وړاندې كړې۔ د دفاع او شهيدانو ورځې په مناسبت سره د پېښور په بېلو سكولونو او مدرسو (پشاور سکول اف اېکسېلنس ،بیکن هاوس پرائمری کېمپس، مدرسه دارالقراء) كشې دستورې وشوې۔ …

اسلام آباد۔5 ستمبر(اے پی پی) د پاك پوځ تر اهتمام لاندې د دفاع او شهيدانو ورځې په مناسبت سره د پېښور په بېلا بېلو سكولونو او مدرسو كښې دستورې وكړې شوې۔ زده كوؤنكو ملي نغمې او په زړه پورې ټېبلوز وړاندې كړې۔ د دفاع او شهيدانو ورځې په مناسبت سره د پېښور په بېلو سكولونو او مدرسو (پشاور سکول اف اېکسېلنس ،بیکن هاوس پرائمری کېمپس، مدرسه دارالقراء) كشې دستورې وشوې۔ په دستورو كښې د پاك پوځ افسرانو او ځوانانو ګډون كولو سره د ماشومانو ډاډګيرنه وكړه۔ كوچنيانو پاك پوځ سره په ګډه ملي بېرغ هسك كړو او د هېواد سلامتيا لپاره يۍ اجتماعي دعا وكړه۔ د مدرسه دارالقرا زده كوؤنكو په قرآن خوانۍ او نعت خوانۍ كښې د خپلو صلاحيتونو څرګندونه وكړه۔ د زده كوؤنكو په زړه پورې پرفارمنس ٬ وطن سره مينه اوتخليقي صلاحيتونه وستائېل شول۔ د دستورو په پايه كښې غوره كاركردګي ښودونكو زده كوؤنكو ته انعامونه وركړے شول او د پاكستان زنده باد نعرې اوهلې شوې۔

مزید خبریں