چين٬ د افغانستان زلزله ځپلو لپاره 70 لكه ډالره هنګامي مرسته اعلان كړه

بيجنګ 05 ستمبر (اے پي پي) چين د افغانستان زلزله ځپلو لپاره 70 لكه ډالره (50 ملين يوان) هنګامي انساني مرسته اعلان كړې ده ۔ د چين انټرنيشنل ډويلپمنټ كوآپريشن ايجنسۍ وياند لي منګ له مخې د مرستې په سامان كښې به خېمې، كمبلې او د خوراك سامان شامل وي۔ دا اعلان په داسې وخت كښې رامخې ته شو كله چې په ختيز افغانستان كښې په تېره اوونۍ كښې د …

بيجنګ 05 ستمبر (اے پي پي) چين د افغانستان زلزله ځپلو لپاره 70 لكه ډالره (50 ملين يوان) هنګامي انساني مرسته اعلان كړې ده ۔ د چين انټرنيشنل ډويلپمنټ كوآپريشن ايجنسۍ وياند لي منګ له مخې د مرستې په سامان كښې به خېمې، كمبلې او د خوراك سامان شامل وي۔ دا اعلان په داسې وخت كښې رامخې ته شو كله چې په ختيز افغانستان كښې په تېره اوونۍ كښې د زلزلې نه وروستو د مړو شمېره 2200 نه اوړېدلې ده او په لويه كچه مالي زيان هم شوے دے ۔