واشنګټن 05 ستمبر (اے پي پي) امريکا د ملګرو ملتونو په غونډه كښې د ايرانيانو د ګډون په بندېز غور كوي٬ ټرمپ انتظاميه د دې نه وړاندې د فلسطين صدر محمود عباس او د ھغه پلاوي ته په دې مياشت كښې د ملګرو ملتونو د لوړې كچې په غونډه كښې ګډون لپاره وېزې جاري كولو نه سرغړونه كړې ده٬ امريکا اوس په يو شمېر نورو پلاويو لا بنديزونه لګولو لپاره …
امريکا د ملګرو ملتونو غونډه كښې د ايرانيانو د ګډون په بندېزغور كوي
واشنګټن 05 ستمبر (اے پي پي) امريکا د ملګرو ملتونو په غونډه كښې د ايرانيانو د ګډون په بندېز غور كوي٬ ټرمپ انتظاميه د دې نه وړاندې د فلسطين صدر محمود عباس او د ھغه پلاوي ته په دې مياشت كښې د ملګرو ملتونو د لوړې كچې په غونډه كښې ګډون لپاره وېزې جاري كولو نه سرغړونه كړې ده٬ امريکا اوس په يو شمېر نورو پلاويو لا بنديزونه لګولو لپاره غور كوي۔ د امريکې خارجه وزات د يو كورني ياددښت له مخئ په ايران، سوډان، زمبابوے او په حېران کن توګه د برازيل په پلاوي هم د ممكنه سفري بنديزونه او نور قدغنونه لګېدې شي٬ دا هر څخه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د لوړې كچې غوندې په موقع د غور لاندې بهےراځي كومه چې په 22 ستمبر پېل كېدونكې ده۔









