موسمياتي بدلون څخه د رامخې ته كېدونكو مسئلو حل لپاره موثر نظام جوړول ضروري دے۔ وفاقي وزيرسيد مصطفيٰ کمال

اسلام آباد 05 ستمبر (اے پي پي) د قامي روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفيٰ کمال وئيلي دي موسمياتي بدلون څخه د رامخې ته كېدونكو مسئلو حل لپاره جامع او موثره نظام جوړول ضروري دے٬ په دې لړ كښې بايد پارلمان خپل كردار ولوبوي۔ د جمعې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې سېلاب څخه په شوي زيان بحث كښې ده ووئيل سېلاب او قدرتي آفات د موسمياتي تغيرات نتيجه ده٬ كوم چې …

اسلام آباد 05 ستمبر (اے پي پي) د قامي روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفيٰ کمال وئيلي دي موسمياتي بدلون څخه د رامخې ته كېدونكو مسئلو حل لپاره جامع او موثره نظام جوړول ضروري دے٬ په دې لړ كښې بايد پارلمان خپل كردار ولوبوي۔ د جمعې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې سېلاب څخه په شوي زيان بحث كښې ده ووئيل سېلاب او قدرتي آفات د موسمياتي تغيرات نتيجه ده٬ كوم چې هر كال شل فيصده زياتېږي٬ د دې صورتحال تر مخه او د دې مسئلو لپاره به پارلمان له خپل كردار لوبول وي۔ ده ووئيل موجوده نظام دا مسئلې په موثره توګه نشي حل كولې۔ ده ووئيل موسمياتي بدلون څخه د رامخې ته كېدونكو مسئلو حل لپاره موثره نظام جوړول ضروري دے۔عام ګړو ته په چوكاټ دننه سهولتونه د موثره ځائي بلدياتي نظام د لارې ممكن كېدې شي ۔

مزید خبریں