اسلام آباد 05 ستمبر (اے پي پي) د قانون او انصااف وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ وئيلي دي په اوسنو بارانونو او سېلابونو كښې 884 كسان مړه او 9 زره 292 كورونه ويجاړ شوي دي ٬ حكومت ټول وسائل كاروي٬ قام دې د ځپليو د زړه د اخلاصه مرسته وكړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د سېلاب په اړه د بحث راغونډولو …
په اوسنو بارانونو او سېلابونو كښې 884 كسان مړه ٬ 9 زره 292 كورونه وېجاړ شوي دي ٬ حكومت ټول وسائل كاروي٬ قام دې د ځپلو د زړه له كومي مرسته وكړي۔ وفاقي وزير سينېټر اعظم نذير تارړ
اسلام آباد 05 ستمبر (اے پي پي) د قانون او انصااف وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ وئيلي دي په اوسنو بارانونو او سېلابونو كښې 884 كسان مړه او 9 زره 292 كورونه ويجاړ شوي دي ٬ حكومت ټول وسائل كاروي٬ قام دې د ځپليو د زړه د اخلاصه مرسته وكړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د سېلاب په اړه د بحث راغونډولو په مهال كړې۔ ده ووئيل قدرتي آفتونه په نړۍ كښې چې چرته رامخې ته شوي د دې مخ نيوے آسان نه وي ۔ ده ووئيل په هېواد كښې سېلابونو څخه 884 كسان مړه٬ 1180 كسان ژوبل شوي او 9292 كورونه وېجاړ شوي د او 6180 لائيو سټاك ته زيان رسېدلے دے۔ ده ووئيل د سېلاب په سبب د حق رسېدليو كورنيو ته شل لكه روپۍ سړي سر وركړې كېږي٬ سخت ژوبل شوو ته پنځه او معمولي ژوبل شوو ته به 2 لكه روپۍ وركولې شي، دې لپاره 69 کروړه روپۍ جاري كړې شوي٬ ده ووئيل اېن ډي اېم اے ته يو ارب 30 كروړه روپۍ جاري كړې شوي، ډي اېم اے او ډي ډي اېم اے د دې ذيلي ادارې دي۔ ده ووئيل د اېن ډي اېم اے د بارانونو٬ سېلاب او كلاٶډ برسټ په اړه 92 فيصده پېشګوئئ درست ثابتې شوي دي٬ بايد اولس دې څخه مستفيد شي دغسې چې حفاظتي اقدامات له مرسته تر لاسه شي۔










