ډيجيټل يوتھ هب پليټ فارم ځوانان اختيار منده كولو پلو مهم ګام دے۔ رانا مشهود احمد خاں

لاهور 05 ستمبر (اے پي پي) د وزيراعظم يوتھ پروګرام رانا مشهود احمد خان وئيلي دي ''ډيجيټل يوتھ هب'' فارم ځوانان اختيار منده كولو پلو مهم قدم دے٬ ځوانانو ته كاروبار لپاره د سود نه غېر 200 بلين روپۍ پور وركړے كېږي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د يونيورسټي آف هوم اکنامکس لاهور پي اېم يوتھ ډيجيټل هب اينډ انيشي ايټو فار يوتھ ډويلپمنټ دستورې ته …

لاهور 05 ستمبر (اے پي پي) د وزيراعظم يوتھ پروګرام رانا مشهود احمد خان وئيلي دي ”ډيجيټل يوتھ هب” فارم ځوانان اختيار منده كولو پلو مهم قدم دے٬ ځوانانو ته كاروبار لپاره د سود نه غېر 200 بلين روپۍ پور وركړے كېږي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د يونيورسټي آف هوم اکنامکس لاهور پي اېم يوتھ ډيجيټل هب اينډ انيشي ايټو فار يوتھ ډويلپمنټ دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل زمونږ ځوانان بلها صلاحيتونه لري٬ كه د دوي لارښوونه وكړې شي او سهولتونه وركړې شي نو دوي د نړۍ فتح كولو صلاحيت لري، ده ووئيل زده كوٶنكې دې په پورټل رجسټرېش وكړي او د حكومت سهولتونو څخه دې ګټه پورته كړي۔ ده ووئيل ”ډيجيټل يوتھ هب” فارم ځوانان اختيار منده كولو پلو مهم ګام دے٬ ځوانانو ته كاروبار لپاره د سود نه غېر 200 بلين روپۍ پور وركړے كېږي۔ په دې موقع د پوهنتون وائس چانسلر پروفېسر ډاکټر زېب النسا حسېن، سپيشل ريپريزينټيټو فار يوتھ پروګرام رضوان انور ،ماها جميل، د فيکلټۍ غړو او زده كوٶنكو انجونو په لويه شمېره ګډون وكړو ۔

مزید خبریں