اسلام آباد۔5ستمبر(اے پی پی) قامي اسمبلۍ بلوچستان كښې د ترهګر بريد په ضد د غندنې قرداد منظور كړے او صوبائي حكومت څخه يۍ غوښتنه كړې ده چې هغه په ترھګرۍ كښې ككړ عناصر قانون ته مخامخ كړي۔ د جمعې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې قرارداد وړاندې كړے شو په كوم كښې چې ووئيلې شوو دا قرارداد په بلوچستان كښې د ترهګرۍ بريد سخته غندنه كوي٬ د دې بريد په نتيجه …
قامي اسمبلۍ په بلوچستان كښې د ترهګر بريد په ضد د غندنې قرداد منظور كړو
اسلام آباد۔5ستمبر(اے پی پی) قامي اسمبلۍ بلوچستان كښې د ترهګر بريد په ضد د غندنې قرداد منظور كړے او صوبائي حكومت څخه يۍ غوښتنه كړې ده چې هغه په ترھګرۍ كښې ككړ عناصر قانون ته مخامخ كړي۔ د جمعې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې قرارداد وړاندې كړے شو په كوم كښې چې ووئيلې شوو دا قرارداد په بلوچستان كښې د ترهګرۍ بريد سخته غندنه كوي٬ د دې بريد په نتيجه كښې 15 كسان شهيدان او 75 څخه زيات ژوبل شوي دي۔ په قرارداد كښې ووئيل شول دا ايوان ژوبل شوو سره د يووالي څرګندونې كولو سره د بلوچستان حكومت څخه غوښتنه كوي چې په دې پیښه كښې ككړ كسان دې سمدستي انصاف سره مخ كړے شي۔ د قرارداد اړوند وزير مخالفت ونه كړو او دغسې صدر نشیں علی زاهد قرارداد ايوان ته د وړاندې كړو كوم چې منظور كړے شو










