د نبي اكرم (ص) 1500 مه د ولادت ورځ به د خالي په ورځ ګرد هيواد كښې په عقيدت او احترام سره لمانځلې شي ٬ په وفاقي پلازمينه كښې به 50 م سيرت كنفرنس او د سيرت او نعت په كتابونو د انعامونو وركولو دستوره كيږي

اسلام آباد۔5ستمبر (اے پی پی) د نبي آخر الزمان (ص) 1500 مه د ولادت ورځ به د وفاقي پلازمينې اسلام آباد په شمول په ګرد هېواد كښې سبا د خالي په ورځ په عقيدت و احترام او د مذهبي جذبې او ولولې سره لمانځلې شي۔ په وفاقي پلازمينه اسلام آباد كښې به 50 م نړيوال سيرت كنفرنس كيږي۔ د سيرت كنفرنس كولو مقصد د سیرت طیبه (ص) عصري اهميت په …

اسلام آباد۔5ستمبر (اے پی پی) د نبي آخر الزمان (ص) 1500 مه د ولادت ورځ به د وفاقي پلازمينې اسلام آباد په شمول په ګرد هېواد كښې سبا د خالي په ورځ په عقيدت و احترام او د مذهبي جذبې او ولولې سره لمانځلې شي۔ په وفاقي پلازمينه اسلام آباد كښې به 50 م نړيوال سيرت كنفرنس كيږي۔ د سيرت كنفرنس كولو مقصد د سیرت طیبه (ص) عصري اهميت په ډاګه كولو سره سره د ځوان كول تربيه كول دي۔ په موجوده دور كښې كه يو اړخ ته ځوان كول بېلو فكري ٬ اخلاقي او د سوشل ميډيا چېلنجونو سره مخ دے نو بل اړخ ته د سیرتِ طیبه (ص) مطالعه د هغوي په شخصيت سازۍ ٬ كردار جوړولو او د سوشل ميډيا په شمول د ژوند په هر مېدان كښې د لارښودنې ذریعه ګرځېدې شي۔ د نبي كريم (ص) تعليمات مونږ ته د زغم ٬ مساوات ٬ عدل ٬ امانت ٬حيا ٬ ديانت ٬مشاورت او د خدمت خلق په څير اوصاف راكوي كومو ته چې نن په پاكستانۍ ټولنه كښې زياته اړتيا ده۔ سيرت النبي (ص) ته عملي كولو كښې د مذهبي چارو او مذهبي همغږۍ وزارت مهم كردار ترسره كوي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د مذهبي چارو وزارت څو لسيزو څخه په رياستي كچه د سیرتِ طیبه (ص) ودې له څو اړخيزه ګامونه پورته كوي په كومو كښې چې قومی سیرت مقابلې، قامی او نړيوال سیرت النبي کنفرنسز ٬ رحمت للعالمين پروګرامونه ٬ د سيرت لټرېچر خپرونه او سيرت سيمينارونه شامل دي۔ د يادونې وړ خبره دا ده چې د مذهبي چارو وزارت هر كال په اردو ٬ انګلېسۍ ٬ عربۍ او سيمه ايزو ژبو كښې په سيرت د كتابونو او مقالو ليكلو مقابله كوي كومه چې د پوهانو د مشتملې كمېټۍ د كره كتنې څخه وروستو انعامونو لپاره ټاكنه كوي۔ د قامي او مركزي دستورو په لر كښې به اسلام آباد كښې د مذهبي چارو د وزارت تر اهتمام لاندې د بېل نوعيت دستورې كولې شي په كومو كښې چې تر ټولو وړاندې په 12 ربيع الاول جناح کنونشن سېنټر كښې كېدونكے 50 م نړيوال سيرت كنفرنس دے۔ په دې تاريخي كنفرنس كښې به اسلامي نړۍ څخه نوموړي علماﺀ کرام، سکالران ٬ محققين ٬ پارليماني غړي ٬ سول سوسائټي او ځوانان ګډون كوي۔ سږ كال د كنفرنس سرخط “تعليم او تربيې لپاره د سوشل ميډيا په مثبت توګه د كارولو رياستي ذمه وارۍ د سيرت النبي (ص) په رڼا كښې” غوره كړے شوے دے۔ په دې مهال به د سيرت او نعت په كتابونو د انعامونو وركولو دستوره هم كيږي په كومه كښې به چې اولني پوزيشن ترلاسه كوؤنكو ليكوالو ته نغد انعامونه ٬ اعزازي شيلډز او اسناد وركولې شي۔ په 12 ربیع الاول به په وفاقي پلازمينه كښې د 31 او صوبائي سرښارونو كښې د 21 توپو سلامي وړاندې كولې شي۔ د مذهبي چارو وزارت وېنا ده چې عشرہ رحمت للعالمینؐ 2025ء نه يوازې د نبی کریمؐ 1500مه د ولادت د سعادت موقع ده بلكې د پاكستان د رياستي ٬ علمي ٬ تعليمي ٬ فكري او ديني يووالي عكاسي هم كوي۔ دا لسيزه مونږ ته خپل قول او فعل د نبي علېه السلام د تعليمات له مخې كولو ٬ ځوان كول ته د ډیجیټل اخلاقیات شعور وركولو او په نړيواله كچه د پاكستان مثبت اسلامي تشخص رامخې ته كولو په زړه پورې موقعه راكوي۔

مزید خبریں