رام اللہ ۔5ستمبر (اے پي پي) د متحدہ عرب امارات د اړخه د فلسطین اولس لپاره لېږلې شوې يوه لويه د مرستې قافله د مصر رفح بارډر کراسنګ د لارې غزہ ته داخل شوې ده ۔ د وام تر مخه په 23 ټرکونو مشتمله قافله كښې 16 ټرکونه د طبي مرستې دي ۔ دا طبي سامان د امارات د اړخه د غزہ هسپتالونو لپاره د صحت نړيوالې ادارې ته وركړے …
د متحدہ عرب امارات د مرستې قافله د طبي سامان او خوراک سره غزہ ته داخل شوه
رام اللہ ۔5ستمبر (اے پي پي) د متحدہ عرب امارات د اړخه د فلسطین اولس لپاره لېږلې شوې يوه لويه د مرستې قافله د مصر رفح بارډر کراسنګ د لارې غزہ ته داخل شوې ده ۔ د وام تر مخه په 23 ټرکونو مشتمله قافله كښې 16 ټرکونه د طبي مرستې دي ۔ دا طبي سامان د امارات د اړخه د غزہ هسپتالونو لپاره د صحت نړيوالې ادارې ته وركړے شوے دے ۔ په دغه كښې داروګان، وینټي لیټرز، ډائیلائسز مشینونه، انفیوژن پمپس، بلډ ګلوکوز مانیټرز او نور څيزونه شامل دي ۔د دې نه علاوہ د هیلتھ کیئر ضروري طبي سامان چې پكښې هسپتالونو لپاره جدید بسترې، د كوچنيانو او نوو زېږېدلو ماشومانو او رنځورونو لپاره كټونه ، ایمرجنسي ټرانسفر سټریچرز، ویل چیئرز او میدیکل کرچز شامل دي ۔حساس داروګان او د ویکسینز محفوظ پانګو لپاره خاص ریفریجریټرز هم وركړے شوي دي ۔ د مرستې قافلےده كښې 7 ټرکونه د خوراک غزہ ته رسېدلي ٬ دغسې چې د فلسطین كورنيو سمدستي غذائي ضروریات تر سره كړے شي ۔









