ډھاکه ۔5ستمبر (اے پي پي) بنګله دیش د افغانستان زلزله ځپلو لپاره د هنكامي مرستې لېږلو اعلان کړے دے ۔ د ډھاکه ټریبیون راپور تر مخه د بنګله دیش چیف ایډوائزر پروفیسر محمد یونس په خاص سپارښتنه د افغانستان لپاره د مرستې سامان د بنګله دیش فضائیه د خصوصي پرواز د لارې به روانولې شي ۔ د بنګله دیش خارجه وزارت تر مخه د مرستې په سامان كښې اوچ خوراک، …
د بنګله دیش افغان زلزله ځپلو لپاره د هنګامي مرستې ليږلو اعلان
ډھاکه ۔5ستمبر (اے پي پي) بنګله دیش د افغانستان زلزله ځپلو لپاره د هنكامي مرستې لېږلو اعلان کړے دے ۔ د ډھاکه ټریبیون راپور تر مخه د بنګله دیش چیف ایډوائزر پروفیسر محمد یونس په خاص سپارښتنه د افغانستان لپاره د مرستې سامان د بنګله دیش فضائیه د خصوصي پرواز د لارې به روانولې شي ۔ د بنګله دیش خارجه وزارت تر مخه د مرستې په سامان كښې اوچ خوراک، د كوچنيانو خوراک، کمبلې، د ژمي جامې، خیمې، د څښلو اوبه او ضروري داروګان شامل دي ۔په دې اقدام كښې د چیف ایډوائزر دفتر، خارجه وزارت ، د آفات په مهال د مرستې ادارې او د ریلیف وزارت، د صحت وزارت ، د وسله وال پوځ ډویژن، د بنګله دیش ګارمنټس مینوفیکچررز اینډ ایکسپورټرز ایسوسي ایشن (BGMEA)، ایسنشل ډرګز کمپنی لمیټډ او د PRAN-RFL ګروپ مرسته كړې ده۔









