اسلام آباد۔5ستمبر (اے پی پی) د پاكستان په شمول په ګرده نړۍ كښې د ملګرو ملتونو تر اهتمام لاندې د كار خير نړيواله ورځ (انټرنېشنل ډے آف چېرټی) د ستمبر په 5 مه نېټه ولمانځلې شوه۔ د دې ورځې لمانځلو مقصد د كار خېر او دې سره د تړون لرونكو غېر سركاري تنظيمونو ٬ شخصياتو ډاډګيرنه كوله او په دې اړه اولسي شعور بېدارول دي۔ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ …
د پاکستان په شمول په ګرده نړۍ كښې د ملګرو ملتونو تر اهتمام لاندے د عطياتو نړيواله ورځ ولمانځلې شوه
اسلام آباد۔5ستمبر (اے پی پی) د پاكستان په شمول په ګرده نړۍ كښې د ملګرو ملتونو تر اهتمام لاندې د كار خير نړيواله ورځ (انټرنېشنل ډے آف چېرټی) د ستمبر په 5 مه نېټه ولمانځلې شوه۔ د دې ورځې لمانځلو مقصد د كار خېر او دې سره د تړون لرونكو غېر سركاري تنظيمونو ٬ شخصياتو ډاډګيرنه كوله او په دې اړه اولسي شعور بېدارول دي۔ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په كال 2012ﺀ كښې د خپل 67 م سېشن د اېجنډا آئټم نمبر 15 قرارداد نمبر 105/67 لاندې د مدر ټريسا د مړينې په ورځ د دې ورځې لمانځلو قرارداد منظور كړې ؤ۔ دغې څخه وروستو په كال 2013ء كښې د دې ورځې د لمانځلو ابتدا وشوه او دا هر كال د ستمبر په 5 مه نېټه لمانځلې شي۔ ددې ورځې مناسبت سره د بېلو سركاري ٬ غېر سركاري ٬ نجي او فلاحي ادارو تر اهتمام لاندې بېلې دستورې وكړې شوې۔










