اسلام آباد۔5 ستمبر (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي په اخلاص سره د نورو د خذمت جذبه د پاكستان د سماجي او معاشرتي اقدارو او تهذيب اثاثه ده ٬ د سختو بارانونو او سېلابي صورتحال له امله د روادارۍ مرستې او عطياتو سماجي جذبې اهميت لا زيات شوے دے۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم د عطيات …
په اخلاص سره د نورو د خذمت جذبه د پاكستان د سماجي او معاشرتي اقدارو او تهذيب اثاثه ده ٬ د وزيراعظم شهباز شريف د عطياتو نړيوالې ورځ په موقع پيغام
اسلام آباد۔5 ستمبر (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي په اخلاص سره د نورو د خذمت جذبه د پاكستان د سماجي او معاشرتي اقدارو او تهذيب اثاثه ده ٬ د سختو بارانونو او سېلابي صورتحال له امله د روادارۍ مرستې او عطياتو سماجي جذبې اهميت لا زيات شوے دے۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم د عطيات نريوالې ورځ په موقع خپل پېغام كښې وكړه۔ وزيراعظم ووئيل پاکستان نړۍ سره په ګډه نن د عطيات نړيوالې ورځې په موقعه په ټولنيزه خېر ښېګړه كښې د مرستې٬ عطيات او روادارۍ اهميت په ډاګه كوي٬ د پاكستان معاشرتي تاريخ د دې خبرې ګواه دے چې پاكستان د رنګ ٬ نسل او تعصب څخه پرته د نورو په خذمت كولو كښې وياړ محسوسوي٬ اخلاص سره د نورو د خذمت جذبه د پاكستان د سماجي او ټولنيزو اقدارو او تهذيب اثاثه ده۔ ده ووئيل د پاكستان رضا كارو په پېښو ٬ قدرتي آفتونو ٬ جنګ او نورو بېړنو حالاتونو كښې تل د خپل اولس عملي او مالي خذمت كړے دے۔ په فلاحي كارونو او عطيات كښې د پاكستانو وګړو د بشپړه برخې اخستو له امله په نړيواله كچه د پاكستان نامه په زياتو عطيات وركوؤنكو هېوادونو كښې شامله ده۔ وزيراعظم ووئيل مونږ په دې وياړؤ چې زمونږ په ټولنه كښې خذمت ٬ د نورو مرستې او د خېر ښېګړې په كارونو كښی ګډون ته د قدر په سترګه كتلې شي۔ دا په يقيني توګه زمونږ د سماجي ٬ معاشرتي ٬ اسلامي تعليمات او د تهذيب د روښانه رواياتو عكاسي كوي۔ ده ووئيل د پاكستان حكوت هم د بېلو پروګرامونو د لاې د بې وزلۍ كمولو او د خېر ښیګړې په بېلو سكيمونو په كاميابۍ سره كار كوي۔ په دې پروګرامونو كښې بے نظیر انکم سپورټ پروګرام، پاکستان بېت المال، زکوۃ، اېمپلائز اولډ اېج بینېفټ انسټیټیوشن، پاکستان تخفیف غربت فنډ، ټیکنیکل ایجوکیشن اېنډ وکېشنل ټرېننګ اتھارټی او د روغتيا څانګه كښی د نورو اقداماتو د لارې د لكھونو په شمېر بې وزله وګړو سره مرسته كوي۔ وزيراعظم ووئيل د سختو بارانونو او سېلابي صورتحال له امله د روادارۍ مرستې او عطيات سماجي جذبې اهميت لا زيات شوے دے۔ ده ووئيل ځپلې شوي وګړي د خوراك څښاك څيزونو د چھت او روغتيا آسانيو ته سترګې په لاره دي۔ دې لپاره وفاقي حكومت ٬ صوبائي حكومتونو ٬ اولس او پوځ ټولو په ګډه ریسکیو اېنډ ریلیف آپرېشن روان ساتلے دے۔ وزيراعظم ووئېل د عطیات نړيواله ورځ نن د پاکستان اولس او ټوله نړۍ كښې موجود پاکستانیانو ته د سیلاب نه پس ریلیف او د بحالۍ کارونو كښې د خپلو وطنوالو د هر ممکن مرستې کولو یادګېرنه كوي۔ واضحه دې وي چې هر كال په 5 ستمبرنړۍ كښې د عطیات نړيواله ورځ نمانځلې شي۔










