اسلام آباد۔5 ستمبر(اے پی پی) د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار يوسف سره د بنګله دېشي صدر د مذهبي چارو سلاكار اے اېف اېم خالد حسېن د جمعې په ورځ سره د خپل پلاوي ملاقات وكړو۔ د مذهبي چارو وزارت له مخې بنګله دېشي پلاوي په پاكستان كښې د سېلاب د لاسه په شوي ځاني او مالي زيان د افسوس څرګندونه وكړه۔ پلاوي سره خپلو خبرو كښې د مذهبي چارو …
د مذهبي چارو وفاقي وزير سره د بنګله ديشي صدر سلاكار ملاقات ٬ د جوائنټ وركنګ ګروپ په جوړولو اتفاق
اسلام آباد۔5 ستمبر(اے پی پی) د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار يوسف سره د بنګله دېشي صدر د مذهبي چارو سلاكار اے اېف اېم خالد حسېن د جمعې په ورځ سره د خپل پلاوي ملاقات وكړو۔ د مذهبي چارو وزارت له مخې بنګله دېشي پلاوي په پاكستان كښې د سېلاب د لاسه په شوي ځاني او مالي زيان د افسوس څرګندونه وكړه۔ پلاوي سره خپلو خبرو كښې د مذهبي چارو وفاقي وزير ووئيل پاکستانے اولس بنګله دېشي اولس سره د ورورولۍ جذبې لري۔ د دواړو هېوادونو اړيكې د ګډو رواياتو ٬ اسلامي ورثې او سماجي اقدارو په مضبوطو بنيادونو ولاړې دي۔٬د پاكستان او بنګله دېش ترمينځه په اړيكو كښې ښه والې به منطقې لپاره مهم ثابت شي۔ د بنګله دېشي صدر سلاكار ووئيل په زړه پورې هركلي او مېلمستيا د پاكستاني اولس او حكومت مننه كوم۔ د دواړو هېوادونو د مذهبي چارو وزارت ترمينځه مرستې ته وده وركولو له به اقدامات كول وي۔ وفاقی وزیر سردار یوسف د دواړو هېوادونو د علماﺀ كرامو او د مدرسو زده كوؤنكو د تبادلې وړاندېز وركړو۔ په ملاقات كښې دواړه لارښود د پاكستان او بنګله دېش ترمينځه بېن المذاهب همغږۍ ته وده وركولو له جوائنټ وركنګ ګروپ جوړولو ته سلا شول۔ بنګله دېشي پلاوې به په پاكستان كښې كېدونكي دوه ورځني نړيوال سيرت كنفرنس كښې ګډون كوي۔










