د دفاع وزير خواجه محمد آصف سره د رومانيه سفير ملاقات

اسلام آباد 04 ستمبر(اے پی پی)د دفاع وزير خواجه محمد آصف سره د رومانيه سفير ډين سټوئینسکو د زيارت په ورځ ملاقات كړے ۔په ملاقات كښې د پاكستان او رومانيه ترمينځه په لسيزو پخوانو اړيكو ته پام وكړے شو د كومو چې سږ كال د سفارتي اړيكو 60مه سالګره لمانځلې كېږي ۔د دفاع وزير د اروپائي ائتلاف دقدر وړ غړي په توګه د رومانيه اهميت او پاكستان سره د قوي …

اسلام آباد 04 ستمبر(اے پی پی)د دفاع وزير خواجه محمد آصف سره د رومانيه سفير ډين سټوئینسکو د زيارت په ورځ ملاقات كړے ۔په ملاقات كښې د پاكستان او رومانيه ترمينځه په لسيزو پخوانو اړيكو ته پام وكړے شو د كومو چې سږ كال د سفارتي اړيكو 60مه سالګره لمانځلې كېږي ۔د دفاع وزير د اروپائي ائتلاف دقدر وړ غړي په توګه د رومانيه اهميت او پاكستان سره د قوي دفاعي اړيكو ستائنه وكړه ۔ده د پاكستان تر سيوري لاندې كثير الاقوامي فوجي مشقونو كښې د رومانيه شراكت ستائېلو سره ووئېل داسې مصروفيات د امن او استحكام لپاره د شريك عزم عكاسي كوي۔ دوي دفاعي څانګه كښې د مرستې زياتولو٬ د پوهانو د باقاعده تبادلو ودې او دفاعي عملې ترمينځه خبرې اترې پراخه كولو ته اتفاق وكړو ۔د رومانيه سفير د پاكستان امن او استحكام لپاره د كردار ادا كونكې په حېث د منطقې مهم هېواد وګرځولو او د دوه اړخيزه مرستې لا پراختيا لپاره يې د رومانيه خوښي ښكاره كړه

مزید خبریں