د توان وفاقي وزير سردار اويس احمد خان لغاري سره د ايشين ډوېلپمنټ بانك ډائرېكټر انرجي جو نهو هونګ په مشرۍ كښې د پلاوي ملاقات٬ په بېلو چارو د خيالاتو څرګندونه

پینډي04 ستمبر(اے پی پی)د توان وفاقي وزير سردار اويس احمد خان لغاري وئېلي دي وفاقي حكومت پاك توان ته پام لرنه كوي٬پاكستان د وخت نه وړاندې نزدې د 2800 ميګاواټ فوسل فيول پلانټس په بندولو د ماحولياتي ذمه وارۍ ثبوت وركړے او اوس تر ګرين فنانسنګ او كاربن كريډټ رسنه غواړو۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د آسيائي پرمختيائي بانك پلاوي سره د ملاقات په مهال كړی۔ …

پینډي04 ستمبر(اے پی پی)د توان وفاقي وزير سردار اويس احمد خان لغاري وئېلي دي وفاقي حكومت پاك توان ته پام لرنه كوي٬پاكستان د وخت نه وړاندې نزدې د 2800 ميګاواټ فوسل فيول پلانټس په بندولو د ماحولياتي ذمه وارۍ ثبوت وركړے او اوس تر ګرين فنانسنګ او كاربن كريډټ رسنه غواړو۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د آسيائي پرمختيائي بانك پلاوي سره د ملاقات په مهال كړی۔ د پلاوي مشري د بانك ډائرېكټر انرجي جونهو هوانګ كوله۔په ملاقات كښې د پاكستان توان څانګې اصلاحات٬ د ډسكوز نجكارۍ٬پبلك پرائيويټ پارټنرشپ(پي پي پي)ماډل او د سباؤن په مرسته تفصيلي خبرې وشوې۔وفاقي وزير ووئيل د آسيائي پرمختيائي بانك پبلك پرائيويټ پارټنرشپ ماډول او د مربوط توان منصوبو جوړولو كښې تل مثبت كردار ادا كړے۔ده ووئيل وړومبي پړاؤ كښې به د درېو ډسكوز نجكاري كولې شي او په دې اړه سرمايه كارۍ سره سره به تكنيكي مرسته ستائېلې شي۔وفاقي وزير ووئيل حكومت پاك توان ته پام لرنه كوي٬اليكټرك ګډو لپاره نوې ټيرف معارفي كړې شوي او ګرډ او ميټرنګ سسټم كښې ښه والي لپاره د نړيوالې مرستې خوښي لرو۔د آسيائي پرمختيائي بانك ډائرېكټر انرجي جونهوهوانګ ووئېلي بانك د پاكستان د توان څانګې په معاونت وياړ لري٬د توان څانګې لپاره 130 ملين ډالر منظوري وركړی شوې چې پكښې په ابتدائي توګه 30 ملين ډالر په سمدستي توګه موجود دي۔ده ووئيل د آسيائي پرمختيائي بانك پاكستان كښې د ګرين فنانسنګ ودې لپاره د حكومت اقدامات ستائي او زمونږ ډله به د پروژو د ابتدا نه ګوري دغسې چې پاكستان ته د دې فنانسنګ د زياتې نه زياته ګټه ترلاسه شي۔په ملاقات كښې وفاقي وزير د دې عزم څرګندونه وكړه چې د توان په ټولو پروژو كښې به سپيځلتيا٬پائيداري او جديد ټېكنالوجۍ كارول بنيادي اصول جوړولې شي۔ده ووئيل د حكومت د پالېسيو مقصد اولس ته پائيدار او ارزانه بجلي وركول دي او په دې لړ كښې د نړيوالو شراكتدارو مرسته ډېر اهميت لري۔

مزید خبریں