د پي ټي اے او این سي سي آئي اے په کراچۍ كښې د غیر قانوني سمز خلاف کریک ډاون روان دے

اسلام آباد04 ستمبر(اے پي پي) د پاکستان ټیلې کمیونیکیشن اتھارټي (پي ټي اے) د نیشنل سائبر کرائم انویسټي ګېشن ایجنسۍ (این سي سي آئي اے) په مرسته د غیر قانوني سمز اجراء په اړه اقدامات روان دي ۔ د پي ټي اے وياند د زونل آفس کراچۍ د اړخه درج کړي رسمي شکایت باندې عمل درآمد تر مخه این سي سي آئي اے د کراچی په الفلاح سوسائټۍ، شاہ فیصل …

اسلام آباد04 ستمبر(اے پي پي) د پاکستان ټیلې کمیونیکیشن اتھارټي (پي ټي اے) د نیشنل سائبر کرائم انویسټي ګېشن ایجنسۍ (این سي سي آئي اے) په مرسته د غیر قانوني سمز اجراء په اړه اقدامات روان دي ۔ د پي ټي اے وياند د زونل آفس کراچۍ د اړخه درج کړي رسمي شکایت باندې عمل درآمد تر مخه این سي سي آئي اے د کراچی په الفلاح سوسائټۍ، شاہ فیصل کالونۍ كښې په يو زونګ فرنچائز کامیابه چھاپه اوهله چې پكښې مشتبه آلات ونيولے شول او د فرنچائز مالک بشمول درې كسان ګرفتار کړے شول ۔ د این سي سي آئي اے کراچۍ د اړخه ایف آئي آر درج کړے شوے او لا پلټنې روانې دي ۔ دا اقدامات د دې امر واضحه ثبوت دے چې پي ټي اے د غیر قانوني سمز هلو ځلو مکمل خاتمې او د پاکستان ډیجیټل نظام تحفظ لپاره ډېر په سنجیدګۍ او عزم سره خپل کردار ادا کوي

مزید خبریں