لندن۔4 ستمبر (اے پی پی) د اتوار په شپه به سپوږمۍ په بشپړه توګه تندر نيولې وي كومه به چې د ګردې آسيا سره سره اوروپا او د افريقه په بېلو برخو كښې ليدلې كېدې شي۔ په پاكستان كښې به د دې دورانيه د 10 څخه تر 11:52 بجو وي۔ د اے اېف پي له مخې كله چې نمر ٬ زمكه او سپوږمۍ په يو قطار كښې راشي نو سپوږمې …
د اتوار په شپه به سپوږمۍ تندر نيسي ٬ پاكستان كښې به د 10 نه تر 11:52 بجو ليدلې كېږي

مزید خبریں
لندن۔4 ستمبر (اے پی پی) د اتوار په شپه به سپوږمۍ په بشپړه توګه تندر نيولې وي كومه به چې د ګردې آسيا سره سره اوروپا او د افريقه په بېلو برخو كښې ليدلې كېدې شي۔ په پاكستان كښې به د دې دورانيه د 10 څخه تر 11:52 بجو وي۔ د اے اېف پي له مخې كله چې نمر ٬ زمكه او سپوږمۍ په يو قطار كښې راشي نو سپوږمې د زمكې د سېوري له امله سره ليدلې شي۔ دا يو داسې منظر وي كوم چې د پېړيو څخه انسان حېران كړے دے۔ د رپورټ له مخې د هند او چين په شمول آسيا كښې به سپوږمۍ په بشپړه توګه تندر نيولې ليدلې كېږي ٬ دغسې د افريقې ختيزې غاړې سره سره په لوئيديزه آسټريليا كښې به هم خلق دا منظر ويني۔ په برطانيه كښې به سپوږمۍ په تندر نيولي حالت كښې ماښام 5 نيمو بجو څخه تر 06:52 ليدلې شي۔ په پاكستان كښې به د دې دورانيه 10:30 څخه تر 11:52 وي۔ د قطبي آئرلېنډ د کوئنز پوهنتون بیلفاسټ د فليكياتو كارپوهه ریان ملیګن وئيلي دي د تندر نيولو په مهال به سپوږمۍ سره ښكاري ولې چې دې ته رسېدونكې يوازينۍ د نمر رڼا به د زمكې له ماحول څخه منعكس او منتشر شوې وي۔ په داسې حالت كښې د سپوږمۍ رنګ لكه د وينې سور ښكاري۔ سپوږمۍ تندر نيونې وروستۍ پېښه د روان كال په مارچ مياشت كښې رامخې ته شوې وه او دغې څخه وړاندې په كال 2022 كښې وه۔ د فلكيات كارپوهانو وېنا ده په بشپړه توګه د نمر تندر نيولو يوه ځانګړې پېښه به په 12 اګست 2026 د اروپا په ځينو برخو كښې وليدلې شي كومه به چې په اپرېل 2024 كښې په ټوله شمالي امريكه كښې د نمر تندر نيولو پېښې څخه وروستو په بشپړه توګه د تندر نيولو پېښه وي۔









