اسلام آباد۔4 ستمبر(اے پی پی) د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار یوسف وئيلي دي فلسطین د يو قام يا سيمې نه بلكې د ټول انسانيت مسئله ده ٬ اسرائيل د ظلم او بربريت بازار ګرم كړے دے ٬ نړيواله ورورولي بايد دغې ته سمدستي خپل پام وګرځوي۔ دا خبره ده د زيارت په ورځ دلته د علماﺀ كونسل تر سېوري لاندې فلسطين كنفرنس ته خپل خطاب كښې وكړه۔ ده په …
فلسطین د يو قام يا سيمې نه ٬ د ټول انسانيت مسئله ده ٬ اسرائيل د ظلم او بربريت بازار ګرم كړے ٬ نړيواله ورورولي بايد دغې ته خپل پام وګرځوي٬ د وفاقي وزير سردار یوسف فلسطين كنفرنس ته خطاب
اسلام آباد۔4 ستمبر(اے پی پی) د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار یوسف وئيلي دي فلسطین د يو قام يا سيمې نه بلكې د ټول انسانيت مسئله ده ٬ اسرائيل د ظلم او بربريت بازار ګرم كړے دے ٬ نړيواله ورورولي بايد دغې ته سمدستي خپل پام وګرځوي۔ دا خبره ده د زيارت په ورځ دلته د علماﺀ كونسل تر سېوري لاندې فلسطين كنفرنس ته خپل خطاب كښې وكړه۔ ده په كنفرنس كښې چيف جسټس آف فلسطين ته هركلے اووې ۔ ده ووئيل فلسطين زمونږ د ايمان برخه ده ٬ د پاكستان د ټولو حكومتونو په پالېسۍ كښې آزاد فلسطيني رياست ته اهميت وركړے شوے ٬ دا د يو قام يا سيمې نه بلكې د ټول انسانيت مسئله ده ٬ اسرائيل د ظلم او بربريت بازار ګرم كړے دے٬ په دې معامله بايد نړيوال ضمير بېدار شي او دې پلو خپل پام وګرځوي۔ ده ووئيل په سيرت النبي (ص) كنفرنس كښی به د بېت المقدس امام هم ګډون كوي۔ ده ووئيل وزيراعظم فلسطيني او كشميري وګړو لپاره بشپړ غږ پورته كړے۔ د پاكستان حكومت او اولس فلسطيني اولس سره يو برابر ولاړ دے٬ د اسرائيلي بربريت چې څومره هم غندنه وكړې شي لږه ده۔ ده په دې خبره زور راوړو چې د سلامتي كونسل په شمول نړيوال دې د فلسطين مسئله حل كړي۔ سردار یوسف ووئيل سږ كال په پاكستان كښې 50 م سيرت النبي (ص) كنفرنس كيږي۔ په 6 ستمبر د دفاع ورځ او 12 ربيع الاول په يوه ورځ لمانځلې شي۔ ده ووئيل په چين كښې هم وزيراعظم فلسطينيانو او كشميريانو سره د يووالي څرګندونه كړې ده










