د طلبه په زړه پورې کامیابۍ د قام لپاره د وياړ سبب دي ، د تعليم وفاقي وزیر ډاکټر خالد مقبول صدیقي

اسلام آباد۔4ستمبر (اے پي پي) د تعليم وفاقي وزیر ډاکټر خالد مقبول صدیقي وئېلې دي د طلبه په زړه پورې کامیابۍ د قام لپاره د وياړ دي ،زموڼږ لونړو په هره موقع د هېواد نامه روښانه كړې ٬ دا خبره ده د زيارت په ورځ په يوه مقامي تعلیمي اداره كښې تابيا شوې د هائي اچیورز ایوارډ وېشلو دستورې ته خطاب كښې وكړه چې پكښې ده د خاص مېلمه په …

اسلام آباد۔4ستمبر (اے پي پي) د تعليم وفاقي وزیر ډاکټر خالد مقبول صدیقي وئېلې دي د طلبه په زړه پورې کامیابۍ د قام لپاره د وياړ دي ،زموڼږ لونړو په هره موقع د هېواد نامه روښانه كړې ٬ دا خبره ده د زيارت په ورځ په يوه مقامي تعلیمي اداره كښې تابيا شوې د هائي اچیورز ایوارډ وېشلو دستورې ته خطاب كښې وكړه چې پكښې ده د خاص مېلمه په توګه ګډون كولو ۔ دستوره كښې د تعليم وزیر مملکت وجیه قمر او سیکریټري تعلیم ندیم محبوب هم ګډون كولو۔ ډاکټر خالد مقبول صدیقي ووئېل د طلبه په زړه پورې کامیابۍ د قام لپاره د وياړ دي ،زموڼږ لونړو په هره موقع د هېواد نامه روښانه كړې او دا د استاذانو او مور پلار د محنت په بنياد تر لاسه شوي۔ ده د استاذانو کردار ستائېلو سره ووئېل د دوي د رہنمائۍ نه غیر دا کامیابۍ ممکن نه وې ۔وفاقي وزیر ووئېل زمونږ منزل يوازې کامیابي نه ده بلکه د نړيوال معیار تعلیمي وړومبے والے تر لاسه كول دي۔ ده په طلبه زور راوړو چې هغوي نور محنت، په مينه او وژن سره وړاندې لاړ شي۔ د دستورې په آخر كښې وفاقي وزیر ټولو طلبه او د هغوي مور و پلار ته پېرزوئنې وړاندې كرې او دستوره كښې د غوره کارکردګۍ ښودونكو زده كوونكو هلكانو او انجونو ته يې ایوارډز وركړل

مزید خبریں