طورخم 04 ستمبر(اے پی پی)د كشمير٬ګلګت بلتستان او سيفران وزير او د پاكستان مسلم ليګ(ن)خېبرپښتونخوا صدر انجينئر امير مقام وئېلي دي په دې سخت وخت كښې پاكستان د افغان اولس سره ولاړ دے٬وزيراعظم محمد شهباز شريف٬نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار هم په افغانستان كښې د زلزلې په نتيجه كښې په ځاني او مالي زيان د افسوس او غمرازۍ څرګندونه كړې ده ۔د زيارت په ورځ په افغانستان كښې …
په دې سخت وخت كښې پاكستان د افغان اولس سره ولاړ دے٬افغان زلزله ځپلو سره غمرازۍ او د يووالي څرګندونه كوو۔وفاقي وزير انجينئر امير مقام
طورخم 04 ستمبر(اے پی پی)د كشمير٬ګلګت بلتستان او سيفران وزير او د پاكستان مسلم ليګ(ن)خېبرپښتونخوا صدر انجينئر امير مقام وئېلي دي په دې سخت وخت كښې پاكستان د افغان اولس سره ولاړ دے٬وزيراعظم محمد شهباز شريف٬نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار هم په افغانستان كښې د زلزلې په نتيجه كښې په ځاني او مالي زيان د افسوس او غمرازۍ څرګندونه كړې ده ۔د زيارت په ورځ په افغانستان كښې د زلزله ځپلو لپاره په طورخم پوله د پاكستان لخوا د مرستې سامان افغان چارواكو ته د سپارلو په موقع ميډيا سره په خبرو كښې وفاقي وزير انجينئر امير مقام ووئيل په دې وروستيو كښې پاكستان كښې سېلاب راغلے ؤ ٬سېلاب خېبرپښتونخوا٬ګلګت بلتستان٬كشمير او بيا پنجاب كښې تباهي كړی خو د دې سخت صورتحال باوجود د پاكستان حكومت او اولس د افغانستان ورونړو سره ولاړ دے۔وفاقي وزير انجينئر امير مقام ووئيل په افغانستان كښې د زلزلې په نتيجه كښې په ځاني او مالي زيان وزيراعظم محمد شهباز شريف بيان وركړے او غمرازي يې كړی دغسې نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار هم د افغان خارجه وزير سره خبرې كړي او په دې قدرتي آفت كښې په ځاني او مالي زيان يې د غمرازۍ څرګندونه كړې۔ده ووئيل افغان ځپلو سره د غمرازۍ او يووالي څرګندونه كوو او دا پېغام دے زمونږ چې په دې سخت وخت كښې پاكستان ځپلو افغانانو سره ولاړ دے او د هغوي هر ممكنه مرسته به كوو۔ دې څخه وړاندې پاكستان په افغانستان كښې زلزله ځپلو مرستې لپاره د 105 ټن مرستې سامان روان كړے ٬ په دغه مرسته كښې خوراك٬داروګان٬خيمې او د كمبلو پشمول ضروري څيزونه شامل دي۔










