اسلام آباد 04 ستمبر(اے پي پي )صدر مملكت او د پاكستان پيپلز پارټي شريك چيئرمېن آصف علي زرداري د پي پي پي يو ايس اے صدر محمد خالد اعوان او د هغه د ډلې په ټوله امريكا كښې د ګوند قوي كولو لپاره د هلو ځلو ستائنه كړې ده ۔د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د زيارت په ورځ جاري شوي بيان له مخې خالد اعوان په نامه خط كښې …
صدر مملكت د پي پي پي امرېكا صدر محمد خالد اعوان ته د ګوند لپاره په خذمات پيرزوئنې وړاندې كړې
اسلام آباد 04 ستمبر(اے پي پي )صدر مملكت او د پاكستان پيپلز پارټي شريك چيئرمېن آصف علي زرداري د پي پي پي يو ايس اے صدر محمد خالد اعوان او د هغه د ډلې په ټوله امريكا كښې د ګوند قوي كولو لپاره د هلو ځلو ستائنه كړې ده ۔د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د زيارت په ورځ جاري شوي بيان له مخې خالد اعوان په نامه خط كښې صدر مملكت ووئيل په پي پي پي يو ايس اے كښې د ګڼ شمېر كاركنانو شموليت د ذكر وړ سنګ ميل دے كوم چې بهر هېوادونو كښې د ګوند قوي كولو لپاره د هغه د عزم عكاسي كوي۔ده ووئيل دې كاميابۍ څخه بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو كښې د جمهوريت٬سماجي انصاف او اولسي خذمات په اړه د ګوند نظريات ته نوې توان ترلاسه شو او د دوي سياسي بصيرت كښې اضافه شوې ده۔صدر مملكت د پي پي پي يو ايس اے صدر د خذمات اعتراف كولو سره ووئېل د هغوي هڅې د پارټۍ قوي كولو نه علاوه د پاكستان اولس او پاكستاني نژاد امريكنۍ ورورولۍ ترمينځه اړيكې هم قوي كوي۔ده باور څرګند كړو چې پي پي پي به يو ايس اے كښې په دې جذبه او محنت د ګوند مشن او اقدار مخ په وړاندې بوتللو كښې مهم كردار ادا كوي










