بيجنګ 04 ستمبر(اے پي پي )د پاكستان چين بزنس فورم(پي سي بي ايف)چيف پيټرن سينيټر لېفټيننټ جنرل(ر)عبدالقيوم وئېلي دي د عوامي جمهوريه چين معاشي پرمختګ د ټولې نړۍ لپاره يو رول ماډل دے۔هغه په بيجنګ كښې يو بزنس كنفرنس ته خطاب كولو۔ده ووئيل پاكستان نن په بيجنګ كښې د چين سرمايه كارو سره په ګڼ شمېر مفاهمتي يادښتونو(ايم او يوز)او ګڼ شمېر لوظ نامونو لاس ليك كړے۔په دې موقع د …
د چين معاشي پرمختګ د نړۍ لپاره مثال دے۔سينيټر لېفټيننټ جنرل(ر)عبدالقيوم
بيجنګ 04 ستمبر(اے پي پي )د پاكستان چين بزنس فورم(پي سي بي ايف)چيف پيټرن سينيټر لېفټيننټ جنرل(ر)عبدالقيوم وئېلي دي د عوامي جمهوريه چين معاشي پرمختګ د ټولې نړۍ لپاره يو رول ماډل دے۔هغه په بيجنګ كښې يو بزنس كنفرنس ته خطاب كولو۔ده ووئيل پاكستان نن په بيجنګ كښې د چين سرمايه كارو سره په ګڼ شمېر مفاهمتي يادښتونو(ايم او يوز)او ګڼ شمېر لوظ نامونو لاس ليك كړے۔په دې موقع د پاكستان چين بزنس فورم نجي څانګه كښې د دوه اړخيزې سرمايه كارۍ ودې لپاره د چين بيلو صنعتي ښارونو كښې خپل 8 دفترونه هم جوړ كړي۔سينيټر عبدالقيوم ووئېل دا اقدامات به د پاك چين معاشي اړيكو لا قوي كولو كښې مهم كردار ادا كړي او د سرمايه كارۍ به نوې موقعې راپېدا شي۔په دستوره كښې د پاكستان وزيراعظم مياں محمد شهباز شريف هم خطاب وكړو كوم چې ګډون كوونكو متاثر كن او زړه راښكونكےوګرځولو










