اسلام آباد 04 ستمبر(اے پی پی) د فلسطين قاضي القضاۃ ډاكټر محمود صدقي عبدالرحمان الهباش په مشرۍ كښې څلور كسيز پلاوي د زيارت په ورځ د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف سره ملاقات كړے۔د مذهبي چارو وزارت وياند له مخې فلسطيني پلاوي پاكستان كښې په سېلاب ځپلو سيمو كښې په ځاني او مالي زيان د افسوس څرګندونه وكړه ۔په دې موقع د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد …
د فلسطين قاضي القضاۃ ډاكټر محمود صدقي عبدالرحمان الهباش په مشرۍ كښې د پلاوي وفاقي وزير سردار محمد يوسف سره ملاقات
اسلام آباد 04 ستمبر(اے پی پی) د فلسطين قاضي القضاۃ ډاكټر محمود صدقي عبدالرحمان الهباش په مشرۍ كښې څلور كسيز پلاوي د زيارت په ورځ د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف سره ملاقات كړے۔د مذهبي چارو وزارت وياند له مخې فلسطيني پلاوي پاكستان كښې په سېلاب ځپلو سيمو كښې په ځاني او مالي زيان د افسوس څرګندونه وكړه ۔په دې موقع د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف پلاوي سره په خبرو كښې ووئيل د فلسطين مرسته د دين٬نسل٬عقيدې او كلتور نه يو خوا يوه بشري او اخلاقي فريضه ده٬غزه كښې د روان پرله پسې قتل عام٬انسانيت او د مقدسات خلاف ورزو غندنه كوو ٬پاكستان به په هر حال كښې د فلسطين سياسي٬اخلاقي او سفارتي مرسته روانه ساتي۔وفاقي وزير ووئيل د وزيراعظم محمد شهباز شريف په هدايت د غزه مظلومانو لپاره د مرستې سامان ليږلے كيږي۔د فلسطين پلاوي مشر ووئيل د غزه د بې ګناه وګړو لپاره په موثر غږ پورته كولو د پاكستان مننه كوو٬ د ستمبر مياشت كښې به ځينې هېوادونه فلسطين د آزاد او خپلواكه رياست په توګه تسليم كړي٬هغه وخت نزدې دے چې د اسلامي نړۍ مشرتابه به په مسجد اقصٰی كښې په يوځاے د شكرانے نوافل ادا كړي۔په ملاقات كښې د علماﺀ كرامو په تبادله او د مكالمې ودې لپاره په ګډه كار كولو ته صلاح يوه شوه ۔په ملاقات كښې د مسجد اقصٰی امام او مسجد ابراهيمي امام هم شامل وو










