په نائیجیریا كښې د بيړۍ اپوټه كيدو پيښه ٬ 60 كسان په حق ورسيدل

ابوجا۔4 ستمبر(اے پی پی) د نائیجیریا په منځني رياست نيجر كښې د يو بېړۍ اپوټه كېدو پېښې په نتيجه كښې لږ تر لږ 60 كسان په حق رسېدلي او ګڼ شمېر ژوندي بچ كړې شوي دي۔ د بورګو ځائي حكومت چيئرمېن اے بابا آرا وئيلي چې مسافر اوړونكې بېړۍ يوې اونې سره د ټكر كېدو له امله اپوټه شوه چې په نتيجه كښې يۍ 60 كسان ډوبېدو سره په حق …

ابوجا۔4 ستمبر(اے پی پی) د نائیجیریا په منځني رياست نيجر كښې د يو بېړۍ اپوټه كېدو پېښې په نتيجه كښې لږ تر لږ 60 كسان په حق رسېدلي او ګڼ شمېر ژوندي بچ كړې شوي دي۔ د بورګو ځائي حكومت چيئرمېن اے بابا آرا وئيلي چې مسافر اوړونكې بېړۍ يوې اونې سره د ټكر كېدو له امله اپوټه شوه چې په نتيجه كښې يۍ 60 كسان ډوبېدو سره په حق ورسېدل۔ ده ووئيل په بچ كړې شوو كسانو كښې د 10 حالت اندېښمن دے۔ ده زياته كړه چې ګڼ شمېر نور بې دركه دي۔ د نائیجر اسټېټ اېمرجنسی مېنجمنټ ایجنسۍ له مخې رېسكيو ډلې او ځايي كسانو د بې دركه شوو كسانو درك لګولو له كارروايۍ پیل كړې دي۔

مزید خبریں