متحده عرب امارات د مرستې سامان او سرچ اينډ ريسكيو ډله افغانستان ته وليږله

ابوظهبی ۔3 ستمبر(اے پی پی) متحدہ عرب امارات په افغانستان كښې د زلزله ځپلو مرستې له سرچ اېنډ رېسکیو ډله لېږلې ده۔ د اردو نيوز له مخې د متحده عرب امارات صدر شېخ بن زايد آل نهيان په هدايت په ابوظهبی سول ډیفنس اتھارټي، نېشنل ګارډ او جوائنټ آپرېشنز کمانډ مشتمله خصوصي ډله به د سرچ اېنډ ريسكيو چارو كښې د ځپلو مرسته كوي۔ متحده عرب امارات د مرستې ضروري …

ابوظهبی ۔3 ستمبر(اے پی پی) متحدہ عرب امارات په افغانستان كښې د زلزله ځپلو مرستې له سرچ اېنډ رېسکیو ډله لېږلې ده۔ د اردو نيوز له مخې د متحده عرب امارات صدر شېخ بن زايد آل نهيان په هدايت په ابوظهبی سول ډیفنس اتھارټي، نېشنل ګارډ او جوائنټ آپرېشنز کمانډ مشتمله خصوصي ډله به د سرچ اېنډ ريسكيو چارو كښې د ځپلو مرسته كوي۔ متحده عرب امارات د مرستې ضروري سامان هم روان كړے دے په كوم كښې چې خوراك ٬ دواروګان او خېمې شاملې دي دغسې چې د ځپلو كورنيو او ژوبل شوو مرسته وكړې شي۔ دا اقدام د امارات د هغه بشري مشن برخه ده كوم چې په ګرده نړۍ كښې د قدرتي آفتونو او پېښو په موقع د فوري مرستې رسولو عزم څرګندوي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې په افغانستان كښې د اتوار په او ګل منځومانۍ شپه كښې د 6 شدت زلزله راغلې وه د كومې په نتيجه كښې چې تر دې دمه 1400 كسان مړه او 3 زره څخه زيات ژوبل شوي دي۔

مزید خبریں