بیجنګ۔3ستمبر(اے پی پی)وزیراعظم شهباز شریف په كوئټه كښې د بلوچستان نېشنل پارټۍ په اولسي غونډه كښې د چاؤدنې پېښې په سختو ټكو غندنه كولو سره په سياسي اولسي غونډه بريد په بلوچستان كښې د ترهګرۍ د خپرولو ناوړه سازش ښكاره ثبوت ګرځولے دے۔ د شورو په ورځ په دې پېښه خپل غبرګون كښې وزيراعظم د قيمتي ځانونو په زيان د افسوس څرګندونه او ژوبل شوو لپاره يۍ د زر روغتيا …
د وزيراعظم په كوئټه كښې د بي اين پي په اولسي غونډه د بريد غندنه

مزید خبریں
بیجنګ۔3ستمبر(اے پی پی)وزیراعظم شهباز شریف په كوئټه كښې د بلوچستان نېشنل پارټۍ په اولسي غونډه كښې د چاؤدنې پېښې په سختو ټكو غندنه كولو سره په سياسي اولسي غونډه بريد په بلوچستان كښې د ترهګرۍ د خپرولو ناوړه سازش ښكاره ثبوت ګرځولے دے۔ د شورو په ورځ په دې پېښه خپل غبرګون كښې وزيراعظم د قيمتي ځانونو په زيان د افسوس څرګندونه او ژوبل شوو لپاره يۍ د زر روغتيا دعا وكړه۔ وزيراعظم ژوبل شوو لپاره د غوره طبي آسانيو برابرولو هدايت هم وكړو۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم هدايت كړې چې په چاؤدنه كښې د ككړو كسانو دې زر تر زره شناخت وكړے شي او قانون سره دې مخامخ كړے شي۔ ده ووئيل په سياسي اولسي غونډه بريد په بلوچستان كښې د ترهګرۍ د خپرولو ناوړه سازش ښكاره ثبوت دے٬ ترهګر د بلوچستان د امن او پرمختګ دښمنان دي۔ ده د ترهګرۍ د عفريت تر بشپړه خاتمې ددې په ضد د جنګ روان ساتلو عزم پخلي كولو سره ووئيل په بې ګناه او تش لاسه وګړو ترهګر بريدونه يو بزدلانه او د غندنې وړ فعل دے۔









