کابل 02 ستمبر (اے پي پي) افغانستان كښې د زلزلې په سبب د مړو شمېره 1124 ته رسېدلې او د ژوبل شويو تازه شمېره 3251 ښودلې شي ۔ د پژواك رپورټ له مخې افغان هلال احمر سوسائټي (ARCS) د نهې په ورځ وئيلي دي چې په ختيز افغانستان كښې د تباه كن زلزلې په سبب د اته زر نه زياتې خونې ړنګې شوې دي٬ په رپورټ كښې زياته كړې شوې ده چې په ځپلې سيمو كښې د مرستې هلې ځلې جاري دي۔