ګرده نړۍ كښې اتومي ري ايکټرز په كال 2024 كښې 2667 ټيراواټ آورز بريښنا پيدا كولو سره نوې رېكارډ جوړ كړے۔ ډبليو اين اے

لندن 02 ستمبر (اے پي پي) ګرده نړۍ كښې اتومي ري ايکټرز په كال 2024 كښې 2667 ټېراواټ آورز برېښنا پېدا كولو سره د كال 2006 رېكارډ مات كړے دے۔ د اماراتي نيوز ايجنسۍ “وام” له مخې دا شمېرې ورلډ نيوکليئر پرفارمنس رپورټ كال 2025 كښې جاري كړې شوې دي٬ د رپورټ له مخې په كال 2024 كښې د اتومي بجلي ګهرو اوسط کېپېسټي فېکټر 83 فيصده ته رسېدلے چې مطلب ئې پلانټس د خپل زيات نه زيات پيداواري صلاحيت سره سمه برېښنا پېدا كړے٬ اهم نکته دا رامخې ته شوې ده چې د ري ايکټرز کارکردګي وخت تېرېدو سره كمېږي نه بلكې 60 فيصده نه زيات ري ايکټرز د 80 فيصده نه زياته کيپيسټي فېکټر ترلاسه كړې۔ رپورټ كښې وئيلي شوې دي چې د تېرې يوې لسيزې په مهال د اتومي بجلۍ په پېداوار كښې اضافه په بنيادي توګه په اسياء كښې شوې چرته چې په 68 كښې 56 نوې ري ايکټرز لګولې شوي٬ في الحال په نړۍ كښې 70 ري ايکټرز زير تعمير دي چې پكښې 59 يوازې په اسياء كښې دي۔ د ډبليو اېن اے ډائريکټر جنرل سما بلباؤ اي ليون وئيلي دي چې په كال 2024 كښې اتومي توان څخه د برېښنا ريکارډ پيداوار د دې صنعت كاميابي ده خو د نړۍ د توان او ماحولياتي هدفونه ترسره كولو لپاره به دا رېكارډ هر كال نور په لوې كچه بهتر كول وي۔ د يادونې وړ ده چې په كال 2024 كښې اووه نوې ري ايکټرز د بجلۍ نظام سره تړلے شوې دي چې پكښې د چين ژانګ ژو 1، شيډاو وان ګواهي ون، فينګ چنګ ګانګ 4، د هند ککراپار 4، د امريکا ووګل 4، د فرانس فلامن ول 3 او د امارات براکه 4 شامل دي٬ په دې كال كښې د پاکستان چشمه 5، د مصر الضبعة 4، د روسيه لينن ګرډ II-3 او په چين كښې په يو شمېر نوې منصوبو كار پېل شوے دے۔