دبئۍ 01 ستمبر (اے پي پي) په اسرائيلي بريد كښې د يمني وزيراعظم او 11 وزيرانو د مرګ تصديق شوے دے٬ تاس د يمن د صبا نيوز اېجنسۍ حوالې سره خپل رپورټ كښې وئيلي دي چې په يمن كښې د حوثيانو د كنټرول لاندې سيمې چلولو لپاره د جوړ شوي حكومت 11 غړي په پايه تخت صنعا كښې د اسرائيل په فضائي بريد كښې وژلې شوې دي٬ چې پكښې د انصاف وزير مجاهد احمد، د اقتصادياتو وزير معين المهاكري، د زراعت وزير رضوان الرباعي، خارجه وزير جمال عامر، د توان وزير علي حسن، د كلتور وزير علي ال يافعي، د محنت وزير سمير بجاله، د اطلاعاتو وزير هاشم شرف الدين، د سپورټس وزير محمد المولد شامل دي٬ د دې نه علاوه د اسرائيل په بريد كښې سينئر حكومتي عهديدار اېم الكاسبي او حكومتي سيكرټري زاهد العمدي هم شامل دے٬ د يمن حوثي ګروپ د دې نه وړاندې د خالي په ورځ د وزيراعظم احمد غالب الرحاوي د مرګ تصديق كړے ٶ او وئيلي ئې ٶ چې د ھغه په ځائ د دې نه وړاندې نائب اېم مفتاح د وزيراعظم چوكۍ سنبهال كړې ده٬ د يادونې وړ ده چې په 28 اګست د اسرائيل د فضائيه جنګي الوتكو په صنعاء ھغه مهال بريد كړې كله چې عبدالمالك الحوثي په ټيلي ويژن خطاب كولو٬ د اسرائيل اېن 12 ټي وي چينل دعوی كړې وه چې په دې بريد كښې د دفاع وزير او جنرل اسټاف چيف پشمول د انصار اعلیٰ اركان په نښه كړې شوې و۔