د پاكستان انډر 23 فټبال لوبډله د اے ايف سي ايشين كپ كواليفائرز لپاره كمبوډيا ته ورسيده

اسلام آباد01 ستمبر (اے پي پي)د پاكستان انډر 23 فټبال لوبډله اے ايف سي انډر 23 ايشين كپ 2026 كواليفائرز كښې ګډون لپاره نوم پنه (كمبوډيا) ته رسېدلې۔د پي اېف اېف وياند له مخې لوبډلې كراچۍ څخه د يو نجي ايئر لائن د لارې سفر كړې چې پكښې په بينكاك كښې لنډه دمه هم شامله وه۔ پاكستان به خپل ابتدائي ګروپ مېچ د ستمبر په 3مه نېټه د عراق په ضد ٬ د ستمبر په 6مه نېټه د كوربا كمبوډيا او د ستمبر په 9مه نېټه د عمان په ضد كوي۔ د اے اېف سي انډر 23 ايشين كپ 2026 كوربتوب سعودي عربستان كوي۔