بيجنګ 31 اګست (اے پي پي) د روس صدر ولاديمير پوتن په خپله څلور ورځنۍ دوره د چين تيانجن ښار ته رسيدلې۔ تاس له مخې د چين صدر شي جن پنګ په بلنه د خپلې دورے په مهال به پوتن د تيانجن او بيجنګ دوره كوي۔تيانجن په بنهائي هوائي ميدان صدر پوتن ته ګارډ آف آنر وړاندې كړې شو۔ د چين کميونسټ پارټي سياسي بيورو غړي او تيانجن پارټي سيکريټري …
دروس صدر په 4 ورځنۍ دوره چين ته ورسيد
بيجنګ 31 اګست (اے پي پي) د روس صدر ولاديمير پوتن په خپله څلور ورځنۍ دوره د چين تيانجن ښار ته رسيدلې۔ تاس له مخې د چين صدر شي جن پنګ په بلنه د خپلې دورے په مهال به پوتن د تيانجن او بيجنګ دوره كوي۔تيانجن په بنهائي هوائي ميدان صدر پوتن ته ګارډ آف آنر وړاندې كړې شو۔ د چين کميونسټ پارټي سياسي بيورو غړي او تيانجن پارټي سيکريټري چن مينئر، چين كښې د روس سفير ايګور مورګولوف او نورو اعليٰ سفارتي عملے د هغه تود هركلے وكړو۔په هوائي ميدان صدر پوتن د موجوده شخصياتو سره ستړي مشي وكړه۔د دورې په وړومبۍ ورځ ماښام به د تيانجن په ميجيانګ کنوينشن اينډ ايګزيبيشن سينټر كښې د شنګھائي مرستي تنظيم (اېس سي او ) مشرانو غونډه كيږي۔د پرانستي دستوره او د لارښودو شريك عكس بندۍ نه پس به يوه استقباليه او موسيقۍ محفل هم كيږي۔دا دوره د روس او چين ترمينځه زياتو شوي اړيكو په تناظر كښې يو خاص اهميت لري۔












