چین او د شنګھائی مرستي تنظیم غړو هېوادونو ترمينځه تجارتي حجم 512 اربه ډالره ته ورسيد

بیجنګ 27 اګست (اے پي پي) د چین او شنګھائی مرستي تنظیم غړو هېوادونو ترمينځه تجارتي حجم 512.4 اربه ډالره ته رسيدلے دے ۔ د سي جي ټي این له مخې شنګھائی مرستي تنظیم ( اېس سی او) اقتصادي او د تجارتي مرستي ته خصوصي پرېس بریفنګ كښې د چین د تجارت وزير نمائنده ووئيل هېواد د اېس سی او صدارت سنبھالولو نه پس نړيوال تجارت كښې د لاندي باندي مخنيوے او ګڼ اړخيزه تجارتي نظام مرستې لپاره د غړو هېوادونو سره په ګډه يو كوټلے غږ پورته كړے۔ده ووئيل چین او اېس سي او هېوادونو ترمينځه تجارتي حجم د تاریخ لوړي كچې ته رسيدلے دے ۔ 2024 كښې چین او نورو غړو هېوادونو ترمينځه د تجارت حجم 512.4 اربه ډالره ؤ كوم چې د تير كال په مقابل كښې 2.7 فیصد زيات دے۔