سري لنكا كښې په ټرافېكي پېښه كښې 3 كسه مړه او 13 ژوبل

كولمبو 27 اګست(اے پي پي)د سري لنكا شمالي مغربي ولايت په کولیاپیتیا سيمه كښې د شورو په ورځ سهار د سكول ګاډې او ټرك ټكر شول چې له امله يې د دوه زده كوونكو پشمول 3 كسه مړه او 13 ژوبل شول ۔شنهوا له مخې پوليس وئېلي دي په پیښه كښې ژوبل شوي 13 كسان روغتون ته منتقل كړے وي۔ د پوليس وينا ده د پیښې نورې پلټنې روانې دي