كوپن هيګن۔ 27 اګست (اے پي پي ) د ډنمارك وزيراعظم ميټے فريډركسن وئېلې دي كه د فلسطين رياست په جمهوري اصولو جوړېږي نو ډنمارك د هغې د تسليمولو امكان نه رد كوي۔ د فرانسوي خبر رسنې ادارې اے ايف پي تر مخه ميټر فريډركسن د خبريالانو سره خبرو كښې ووئېل مونږ د رياست په توګه د فلسطين تسليمولو نه انكار نه كوو۔ مونږ د ډېرې مودې نه د دې مرستياله يوو۔ دا هم هغه څه دي كوم چې موڼږ غواړو۔ خو مونږ له به باور راكول وي چې دا به يو جمهوري رياست وي