د هند يو سينئر پوځي افسر نامه د سپائس جېټ ايئر لائن په كامندانو د مبينه بريد نه پس فضائي كمپنۍ د 5 كالو لپاره په نو فلائي لسټ كښې شامله كړې

نوے ډيلے۔ 27 اګست (اے پي پي) د هند يو سينئر پوځي افسر نامه د سپائس جېټ ايئر لائن په كامندانو د مبينه بريد نه پس فضائي كمپنۍ د 5 كالو لپاره په نو فلائي لسټ كښې شامله كړې ده ۔ د اردو نيوز راپور تر مخه د دې پیښې نه خبر لرونكو دوو عهدېدارو رپورټ وړكړو چې په سټاف تشدد كونكے مسافر بے قاعده شخصيت ګرځولے شوے دے۔ يو …

نوے ډيلے۔ 27 اګست (اے پي پي) د هند يو سينئر پوځي افسر نامه د سپائس جېټ ايئر لائن په كامندانو د مبينه بريد نه پس فضائي كمپنۍ د 5 كالو لپاره په نو فلائي لسټ كښې شامله كړې ده ۔ د اردو نيوز راپور تر مخه د دې پیښې نه خبر لرونكو دوو عهدېدارو رپورټ وړكړو چې په سټاف تشدد كونكے مسافر بے قاعده شخصيت ګرځولے شوے دے۔ يو عهدېدار ووئېل اوس به دا پوځي آفسر تر 5 كلونو د سائس جېټ په كوم هم ډومېسټك يا انټر نېشنل فلائټ كښې سفر نشي كولې۔ دويم عهدېدار ووئېل دا پرېكړه د سول ايوي ايشن قواعدو (سي اے آر) تر مخه جوړې كمېټۍ كړې ده۔ د دې پیښې نه پس د لفټېننټ كرنل په عده فائز مسافر په ضد د بهارتيا نيايا سهنيتا (بي ايس ايس ) د دفعه 115 تر مخه ايف آئي آر درج كړے شو۔ دغه پوځې افسر په كشمير كښې تعينات دے۔ سپائس جېټ د سول ايوي ايشن وزارت ته لېكلې چيټۍ كښې دا پیښه پخپلو كارمندانو بريد ګرځولے دے

مزید خبریں