د اسرائيل خلاف ورزۍ د دوه رياستي حل لپاره كيدونكو هلو ځلو ته زيان رسوي ٬ سعودي عرب

رياض۔ 26 اګست(اےپي پي) د سعودي خارجه وزير شهزاده فېصل بن فرحان وئېلې دي د اسرائيل پرله پسې خلاف ورزۍ د دوه رياستي حل لپاره كوونكو نړيوالو هلو ځلو ته زيان رسوي۔ د عرب نيوز تر مخه د سعودي عرب جده ښار كښې د او آئي سي غونډې ته خطاب كښې د سعودي خارجه وزير ووئېل لا نور هېوادونه هم د فلسطين رياست تسليموي ۔ شهزاده فېصل بن فرحان ووئېل …

رياض۔ 26 اګست(اےپي پي) د سعودي خارجه وزير شهزاده فېصل بن فرحان وئېلې دي د اسرائيل پرله پسې خلاف ورزۍ د دوه رياستي حل لپاره كوونكو نړيوالو هلو ځلو ته زيان رسوي۔ د عرب نيوز تر مخه د سعودي عرب جده ښار كښې د او آئي سي غونډې ته خطاب كښې د سعودي خارجه وزير ووئېل لا نور هېوادونه هم د فلسطين رياست تسليموي ۔ شهزاده فېصل بن فرحان ووئېل چې كومو هېوادونو د فلسطين رياست تسليمولو پرېكړه كړې ده د هغوي شمېره پرله بسې زياتېږي۔ هغه د 1967 پولو تر مخه د فلسطين رياست جوړولو له د غېر متزلزل مرستې د عزم پخلے وكړو۔ د هغه وېنا وه چې سعودي عرب غزه كښې د سمدستي جنګ بندۍ غوښتنه كوي او په نړيواله ورورولۍ زور راوړي چې هغوي د اسرائيل قبضه ختمه كړي۔ د هغه تر مخه هغه هېوادونه چې لا اوس هم د اسرائيل په غندلو كښې مخكښې وروستو كېږي هغوي له پخپل موقف نظر ثاني پكار ده۔

مزید خبریں