د غزہ په نصر روغتون د اسرائیل فضائي بريد، د 4 خبريالانو پشمول 19 كسان مړه،ګڼ شمير ژوبل

غزہ 25 اګست (اے پي پي) د غزہ په خان یونس سيمه كښې په نصر روغتون د اسرائیل فضائي بريد كښې د 4 خبريالانو پشمول 19 كسان مړه او ګڼ شمير ژوبل شوې دي۔سرکاری میډیا له مخې د اسرائیل ډرون د ناصر روغتون بام والوزولو او دغې نه پس فضائي بريد وشو۔عینی شاهدانو ووئيل دويم بريد هغه وخت وشو كله چې د مرستې کارکنان، خبريالان او نور كسان د ابتدائي …

غزہ 25 اګست (اے پي پي) د غزہ په خان یونس سيمه كښې په نصر روغتون د اسرائیل فضائي بريد كښې د 4 خبريالانو پشمول 19 كسان مړه او ګڼ شمير ژوبل شوې دي۔سرکاری میډیا له مخې د اسرائیل ډرون د ناصر روغتون بام والوزولو او دغې نه پس فضائي بريد وشو۔عینی شاهدانو ووئيل دويم بريد هغه وخت وشو كله چې د مرستې کارکنان، خبريالان او نور كسان د ابتدائي بريد ځائے ته رسيدلې وؤ۔د فلسطین د روغتيا محکمې چارواكو له مخې په دې بريدونو كښې 19 كسان په حق رسيدلې دي چې پكښې څلور خبريالان او يو د مرستې کارکن شامل دے۔په حق رسيدونكو خبريالانو كښې د الجزیرہ محمد سلامه، د رائڼرز نیوز ایجنسۍ حسام المصري ، د این بی سی نیټ ورك معاذ ابو طحه او د فری لانس خبرياله مریم ابو دقه چا چې د انډیپنډنټ عریبك او ایسوسی ایټډ پرېس پشمول ځيني ادارو لپاره كار كولو شامل دي۔رائټرز له مخې د روغتون څخه نيغ په نيغه نشر كيدونكې ویډیو، كومه چې کیمرہ مین المصری چلوله د ابتدائی بريد په مهال بنده شوه ۔میډیا رپورټس له مخې په روغتون د اسرائیل بريد كښې په حق رسيدلو شميره 19 ته رسيدلې دغسې د سهار په وخت شوې بريد كښې ګڼ كسان ژوبل شوي دي ۔ د نصر میډیکل کمپلیکس ډاكټر صابر الاسمر په روغتون شوے د اسرائیل فضائی بريد شدت بيانولو كښې ووئيل رنځوران په يره كښې د روغتون څخه تښتيدل۔ده ووئيل مونږ ټولو په روغتون كښې فرائض ترسره كول چې بريد وشو۔ده ووئيل بريد هغه وخت وشو كله چې زدكوونكي او ډاكټران او خبريالان په روغتون كښې موجود وو۔

مزید خبریں