د يمن په صدارتي كمپليكس ٬ د تيلو په تنصيبات او پاور پلانټس ته په نزدې سيمو د اسرائيل فضائي بريدونه ٬ 6 مړه ٬ 86 ژوبل

صنعا۔25 اګست(اے پی پی) د يمن په پلازمينه صنعا كښې په صدارتي كمپلېكس ٬ ميزائل اډو او د تېلو په تنصيبات او پاور پلانټس ته په نزدې سيمو د اسرائيل فضائي بريدونو په نتيجه كښې 6 كسان مړه او 86 ژوبل شوي دي۔ د بي بي سي له مخې المسیرہ ټي وي د يمن د روغتيا وزارت تر مخه ووئېل په اسرائيلي بريدونو كښې په صنعا كښې حزیز پاور سټېشن …

صنعا۔25 اګست(اے پی پی) د يمن په پلازمينه صنعا كښې په صدارتي كمپلېكس ٬ ميزائل اډو او د تېلو په تنصيبات او پاور پلانټس ته په نزدې سيمو د اسرائيل فضائي بريدونو په نتيجه كښې 6 كسان مړه او 86 ژوبل شوي دي۔ د بي بي سي له مخې المسیرہ ټي وي د يمن د روغتيا وزارت تر مخه ووئېل په اسرائيلي بريدونو كښې په صنعا كښې حزیز پاور سټېشن او آئل کمپنی په نخښه كړې شوه۔ بلخوا د اسرائيل وزيراعظم بنجمن نېتن ياهو ادعا كړې چې د يمن په پلازمينه صنعا اسرائيلي فضائي بريد كښې د صدارتی محل سره سره پاور سټېشن هم تباه كړے شوے۔ هغه زياته كړه چې د ايران ملاتړ لرونكې ډلې په اسرائيل د بريدونو په بدل لويې زيان پورته كړے دے۔ المسیرہ ټي وي ووئيل په اسرائيلي بريدونو كښې صدارتي كمپليكس ٬ د تيلو تنصيبات او پاور پلانټس ته نزدې سيمې په نخښه كړې شوي دي۔ اسرائيلي پوځ د دې تصديق كړے دے۔ د صنعا مقامي ذريعو وئيلي دي په صدارتي محل دې څخه وړاندې هم بمباري شوې ده او دا خالي پروت دے۔ دا خبره دې ياده وي چې دا بريدونه د يمن حوثي تحريك لخوا په تل ابيب د يو هائپر سونك بېلسټک میزائل فائر كېدو څخه دوه ورځې وروستو شوي دي۔

مزید خبریں