د امریکې غوښتنو په وړاندې به سر نه ټيټوو ، ایران

تهران ۔25اګست (اے پي پي ) ایران وئېلې دي د امریکې سره روان معاملات د حل جوګه نه دي او مونږ به د امریکې غوښتنو په وړاندې سر نه ښكته كوو ۔ د برطانيې خبر رسنې ادارې رائټرز رپورټ وركړے چې د ایران سپریم لیډر آیت اللہ خامنه اي وئېلې دي د ایراني جوهري پروګرام په اړه خبرې اترې د ځنډ ښکار دي او ایران د امریکې د فشار په …

تهران ۔25اګست (اے پي پي ) ایران وئېلې دي د امریکې سره روان معاملات د حل جوګه نه دي او مونږ به د امریکې غوښتنو په وړاندې سر نه ښكته كوو ۔ د برطانيې خبر رسنې ادارې رائټرز رپورټ وركړے چې د ایران سپریم لیډر آیت اللہ خامنه اي وئېلې دي د ایراني جوهري پروګرام په اړه خبرې اترې د ځنډ ښکار دي او ایران د امریکې د فشار په وړاندې سر ښكته كولو ته چمتو نه دے ۔ هغه زياته كړه ایران د امریکې اطاعت كونكے ليدل غواړي۔ د داسې نا سمه هيلو خلاف به ایرانے قام په خپل ټول قوت سره ولاړ وي ۔ ده ووئېل كوم كسان چې د امریکې سره نيغ په نيغه خبرو كولو لپاره مونږ ته وائي ٬ چې مونږ د امریکې خلاف خبره ونه كړو ،هغوي ظاهري منظر ته ګوري، دا معامله د حل كېدو نه ده ۔

مزید خبریں