اسلام آباد۔25اګست (اے پي پي ) د پاکستان کرکټ بورډ )پي سي بي( د ون ډے لپاره د محمد رضوان په ځائے د سلمان علي آغا د کپتان جوړولو او په ټیسټ میچز كښې د شان مسعود په ځائے د سعود شکیل کپتان جوړولو د خبرونو په سختۍ رد کولو سره دغه بې بنسټه او د ځانه جوړ ګرځولې دي ۔ د پي سي بي وياند د دغې خبرونو په سختۍ سره تردید کړے چې پاکستان کرکټ بورډ د ون ډے لپاره د محمد رضوان په ځائے سلمان علي آغا د کپتان جوړولو او ټیسټ میچز كښې د شان مسعود په ځائے د سعود شکیل د کپتان په جوړولو غور کوي ۔ پي سي بي ووئېل تر اوسه نه خو سلیکشن کمیټۍ كښې په دې معامله غور شوے او نه د كوم لوبغاړي د کنټریکټ کیټیګري بدله شوې ده ، په دې حقله ټول خبرونه بے بنسټه دي۔